د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ښځو ستونزې او حل لارې


د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې (د ښځو ستونزې او حل لارې) تر عنوان لاندې يو ورځينی کنفرانس د تيرې دوشنبې يا ګل په ورځ تر سره شو.

د ننګرهار ولايت د مقام له اړخه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې (د ښځو ستونزې او حل لارې) تر عنوان لاندې يو ورځينی کنفرانس د تيرې دوشنبې يا ګل په ورځ تر سره شو.


دغه کنفرانس ته د ننګرهار د ښځو چارو پر رياست سربيره له ولسواليو څخه هم يو شمير ميرمنې، د يونما يو سيډ او د بشري حقونو د ادارو استازي او په ننګرهار کې د مدني ټولنو يو شمير غړي وربلل شوي ول.

د ننګرهار د ښځو چارو د رياست مشرې انيسې عمراني هغه ستونزې په ګوته کړې چې ښځې ورسره لاس او ګريوان دي.

(( يوه عمده ستونزه د امنيت ستونزه ده، د اقتصاد ستونزه ده، تجارت پيشه ښځو غوښتنه دا ده چې د شخصي شرکتونو لپاره ځمکه ولري. لکه موږ ډيرې قالين بافانې لرو. دوی د ښځو په بڼ کې يو شو روم غواړي، موږ د ولايت له مقامه دا هيله لرو چې هغه پروژې چې د يو اسيډ له خوانه يا نورو موسسو له خوا په ننګرهار ولايت کې تطبيقيږي، بايد د ښځو سهم په کې مالوم وي))

د تورپيکې په نوم يوې ميرمن بد امني د ښځو په وړاندې لويه ستونزه وګڼله.

(( لکه څنګه چې په مخکې کلونو کې په همدغه ننګرهار کې خويندو له ورونو سره يو ځای اوږه په اوږه کار کولو، اوس هم موږ حاظرې يو چې کار وکړو او د کار لپاره راوتلي يو، لکه څنګه چې يې شرايط دي او څنګه لازم دي، هغسې د جندر مسله اوس نه ده مراعات شوې، بعضې تهديدونه دي، بعضې کلتوري عوامل دي، بعضې نور مشکلات دی، چې زموږ خويندې نه شي کولای، او عمومي ستونزه د امنيت نيشتوالی دی.))

د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال پر هغو کورنيو او بهرنيو موسسو چې د ښځو لپاره په بيلابيلو برخو کې کار کوي غږ وکړ چې له نمايشي کارونو لاس واخلي او د عمل په ډګر کې دې د ښځو د حقونو لپاره کار وکړي.

(( چې د ښځو په برخه کې څوک فعاليت کوي او صرف نمايشي دفترونه يې خلاص کړي، کټ کټګي مو بار کړیء او ځیء په مخه مو ښه شه موږ درته ضرورت نه لرو. د ښځو چارو رياست ته مې دنده وسپارله چې ټول هغه موسسات که مدني ټولنې دي له ځانه سره تبث کړي چې د ښځو په برخه کې کار کوي. دغه ټول ماته راوغواړي، زه ورسره کينم چې کوم کوم کارونه کوي، دې مجلس ته مې هم ټول راغوښتي دي که هغه يو ډي پي ده او که يو ايس ای ای ډی ده او يا نور دي هر شي چې لري دا بايد واضح کړي او زموږ د خويندو چې څه مشکلات دي دې ټولو ته بايد مثبت ځواب وويل شي.))

د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال په دولتي او غير دولتي ادارو غږ وکړ چې د وړتيا په بنياد دې ښځو ته په ادارو کې د کار کولو موقع ورکړي.
XS
SM
MD
LG