په بلوچستان کې د فرنټیېر کور (ايف سي) ځواکونو نوی مشر ميجر جنرل اعجاز شاهد وايي، هغه او د هغه ځواکونه به هېڅ غير قانوني کار ونه کړي.
پرون پر دوشنبه يوه خبري کانفرنس ته نوموړي وويل، د دوی ځواکونه به د صوبايي حکومت له سلا مشورې پرته (بغېر) ګامونه نه اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې پر ايف سي ځواکونو له دې وړاندې تور لګول شوی چې د صوبايي حکومت د خوښې پرته د بلوچ ملتپالو او بيلتونپالو خلاف عمليات کوي او د ځپلو لپاره هغوی غايبوي چې وروسته يې خراب کړل شوي مړي موندل کيږي.
په همدې اړه د بلوچستان په هايي کورټ کې يو کېس هم روان دی چې د ايف سي ځواکونو مشر ميجر جنرل الياس شاهد به د خپلو ځواکونو د سپیناوي لپاره ورته حاضريږي.