د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې بشري حقونه تر ډېرو هېوادونه ښه دي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنرې افغانستان د بشري حقونو په ملاتړ کې له ډيرو هیوادونو مخکې بللی دی.


نن د ولسمشر حامد کرزي د ویندوی دفتر په یوi خبرپاڼه کې ویلي، دا څرګندونې ناوې پيلې پرون ماښام له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې کړي.

ناوې پیلې ویلي، د کورنیو چارو د ورزارت چارواکو ورسره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې په خپلو ادارو کې به د ښځو د حقونو هر اړخیز ملاتړ وکړي .

په دې وروستیو کې د افغانستان د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو د شمیر د کموالي په اړه راپورونه خپاره شول چې د بشري حقونو د یو شمیر سازمانونو اندېښنې یې را وپارولې .


له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي ، ولسمشر حامد کرزي د ملګري ملتو نو د بشري حقونو کمیشنرې ته ویلي چې تر اوسه په یو شمیر لرې پرتو کلیو او بانډو کې د پوهني نشتوالي، ناوړه دودونو او د ترهګرۍ ضد جګړې له کبله د بشري حقونو د رعایت په برخه کې ستونزې شته دی.

ولسمشر حامد کرزي ډاډ ورکړی چې په خپل هیواد کې به د بشري حقونو د وضیعت ښه کولو لپاره کار وکړي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG