د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: د امن کمېټۍ ډاکټر غني ووژل شو


د یادونې وړ ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت فېصله کړې چې د سوات په ګډون د مالاکنډ اېجنسۍ له ټولو برخو به پوځ اېستل کېږي.

د خیبر پښتونخوا سوات مينګوره کې بېګا شپه ناڅرګنده وسله والو د ځايي امن کميټۍ مشر ډاکټررحمت غني په ډزو ووژلی.


د رحيم آباد پوليس تاڼې/ اېس اېچ او/ حنيف خان نن سهار (سېشنبه) مشال رېډیو ته وویل، چې پر ډاکټر رحمت غني وسله والو هغه وخت برید وکړ چې کلي کې د يو مريض علاج ته ورغلی وو.

له پېښې وروسته په سيمه کې پوځ او پوليسو په ګډه د وسله والو لټون پېل کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت فېصله کړې چې د سوات په ګډون د مالاکنډ اېجنسۍ له ټولو برخو به پوځ اېستل کېږي.

بلخوا د خيبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې اپوزيشن ګوند، عوامي نيشنل پارټي وايي په داسې حال کې چې طالبان لګيا دي نه يوازې امنيتي ځواکونه او ولسي خلک وژني بلکې خپله واکداري يې جوړه کړې ده خو حکمران ګوندونه د طالبانو د نوم له اخيستو هم ډډه کوي.
XS
SM
MD
LG