د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا و ایران یو بل ته لیکونه استولي


ولسمشر بارک اوباما پرون د لومړي ځل لپاره د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د خطونو د راکړې ورکړې خبره په ډاګه کړه.


اوباما له اې بي سي ټليویژن سره په خپله مرکه کې د دې لیکونو متن په ډاګه نه کړو خو ویې ویل چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه اندېښنې د شام د کیمیاوي وسلو په اړه له اندېښنو څخه زیاتې دي:

(فکر کوم هغه څه چې ایرانیان پرې پوهېږي دا ده چې اټومي مسئله زموږ لپاره د کیمیاوي وسلو تر مسئلې ډيره زیاته لویه ده.)

اوباما وویل، د شام پر ضد له پوځي حملې سره په څنګ کې ډيپلومېسي، د ایران د اټومي خبرو لپاره هم یوه ممکنه نمونه ده. ده وویل، ایران دې داسې فکر نه کوي چې امریکا پر شام حمله ونه کړه، نو پر ایران به یې هم ونه کړي.

ټاکل شوې چې اوباما او روحاني په راروانه اونۍ کې د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې ویناوې وکړي خو د دواړو ترمینځ د مستقیمې کتنې پلان نشته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG