د لاسرسي ځای

څېړونکې اسونتا نيکوليني زياتوي چې د ځونانو مسلې د حل لپاره په کار ده افغان حکومت د نړيوالو په مرسته داسې يوه هر اړخيزه اقتصادي پاليسي جوړه کړي

اېکسپرېس ټريبيون انګريزۍ ورځپاڼې کې پر کډوالو څيړنه کوونکې، اسونتا نيکوليني ليکلي چې د څو لسيزو جګړو او غريبۍ له وجې ګڼ شمېر افغانان نورو هيوادونو ته کډه شوي. دوی کې ځينې واپس افغانستان ته ورغلل خو د سهولتونو د نشتوالي او خراب اقتصاد له وجې اکثره يې کوشش کوي چې غربي هيوادونو ته لاړ شي.


اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه کې څيړونکې اسونتا نيکولينی ليکي چې افغان کډوال په بېلابېلو وختونو کې د غريبۍ او جګړو له وجې له خپلو سيمو نورو هيوادونو ته تللي. ډير يې په پاکستان او ايران کې اوسيدلي. د افغان کډوالو دا سلسله لا هم نه ده ودريدلي. درپورټونو ترمخه په ۲۰۱۲ کال کې خوا او شا شپږ ويشت زره افغانان يورپ او له ديارلسو زرو ډير يې اسټراليا ته تللي.

ليکواله د ملګرو ملتونو د رپورټونو په حواله ليکي، چې له ۲۰۰۱ کاله تر اوسه خوا و شا پنځه اعشاريه اوه ميليونه افغان کډوال له بېلابېلو هيوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي. په مقاله کې راغلي که څه هم د ملګرو ملتونو د پلان مطابق بايد دا کډوال په خپلو ځايونو کې په ارامه او هوسا توګه ميشته شوي وای خو افغان حکومت د دومره ډېر شمېر کډوالو د سمبالولو انتظام نه درلود او لا يې هم نه لري. زياتره کډوال خپلو کلیو ته نه دي تللي. دوی په ښارونو او په ځانګړي توګه په کابل کې ميشته شوي ځکه چې هلته د ښاري اقتصاد د ښه والي له وجې اقتصادي موقعې ډېرې دي.

څيړونکې نيکوليني ليکي، چې، په ۲۰۰۱ کال کې د کابل د اوسيدونکو شمېره دوه ميليونه وه خو په ۲۰۱۰م کال کې دا شمېر څلور نيم ميليونو ته ورسيد. همداراز په دې وروستيوو کې د جګړو له وجې پنځه لکه داخلي بې کوره شوي خلک هم کابل او د ښار خوا و شا اوسيږي. دې حالت ته په کتو سره چې ډير خلک پوره سهولتونو نه لري، ګڼ کسان او په ځانګړې توګه ځوانان کوښښ کوي چې يورپ ته ووځي. د ليکوالې په وينا يورپ ته پر تګ له پنځلسو زرو تر شلو زرو ډالرو لګښت راځي خو اسټراليا ته د تګ لپاره یو سړی مجبوره دی د دې پيسو د لګولو ترڅنګ د کشتيوو له لارې مرګونی سفر هم پر ځان ومني.

د اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په دې مقاله کې زياته شوې، هغه افغانان چې قسمت يې کار وکړي او له ډېرو قانوني مرحلو تېر شي نو په غربي هيوادونو کې ځانته يو کاروبار شروع کړي. بيا دوی د حوالو له لارې خپلو کورنیوو ته پيسې ليږي.

د ليکوالې په وينا کيدای شي بهر ته د تلونکو افغانانو شمېره نوره هم پسې زياته شي ځکه چې په ۲۰۱۴ کال کې نړيوال پوځيان له افغانستانه وځي او خلک د خپل راتلونکې په باب زړه نا زړه دي.

څېړونکې اسونتا نيکوليني زياتوي چې د دې مسلې د حل لپاره په کار ده افغان حکومت د نړيوالو په مرسته داسې يوه هر اړخيزه اقتصادي پاليسي جوړه کړي چې اقتصاد ښه او ځوانانو ته د کار موقعې برابرې شي. که داسې وشول نو بهر ته د کډه کيدونو ځوانانو د تګ مخه به ونيول شي.
XS
SM
MD
LG