د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ټاکنو کمیسیون له عالمانو مرسته غوښتې


د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د راتلونکو انتخاباتو د بریالیتوب لپاره له دیني عالمانو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.


دې کمیسیون په همدې هدف نن په کابل کې یوه غونډه جوړه کړې وه چې لسګونه دیني علماوو په کې برخه واخیسته.

د یاد کمیسیون رییس یوسف نورستاني دې غونډې ته وویل، چې دیني عالمان باید د انتخاباتو او د شفاف سیاسي انتقال د اهمیت په اړه تبلیغات و کړي.

د جمهوري ریاست انتخابات د راتلونکې کال د حمل په شپاړسمه نیټه تر سره کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG