د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګومل زام ډېم تښتول شوي کارکوونکي خوشي شول


طالبانو د جنوبي وزيرستان د ګومل زام ډيم اووه تنه تښتول شوي کارکوونکي نن د خالي په ورځ خوشي کړل.


د تحريک طالبان پاکستان ويندويانو مشال راډيو ته ويلي چې دا کسان يې بغير له کومه شرطه پريښي دي.

د رپورټونو ترمخه دا کسان د ځايي امن جرګې په منځګړيتوب راخوشي شوي دي.

د ۲۰۱۲م کال د اګست په مياشت کې وسله والو طالبانو له ګومل زام ډېم څخه اته کارکوونکې تښتولي وو. څه موده وروسته طالبانو يوه ويډيو خپره کړه چې پکې ويلي يې وو که حکومت د دوی غوښتنې ونه منلې نو دغه کارکوونکي به ووژني.

نن چې کله د خېبر پښتونخوا بنو سيمې ته دغه اووه کارکوونکې راوستل شول نو د مشتاق په نامه يو کس پکې نه و چې ګمان کيږي هم هغه وخت د طالبانو لخوا وژل شوی وي.

اووه واړه تښتول شوي کارکوونکې د پوځ په ګاډي کې بنو ته راوستل شول او خپلوانو ته وسپارل شول. دا کسان په داسي حال کې خوشي شوي چې د پاکستان د حکومت لخوا وسله والو طالبانو ته د سولې لپاره د خبرو اترو وړانديز شوی دی.

بلخوا څو ورځې وړاندي هم راپورونه خپاره شول چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د بنديانو ادلون بدلون شوی دی.

دا کسان له هغه وروسته خوشي شوي چې د زيارت په ورځ د خيبر پښتونخوا ګورنر شوکت الله خان، د پاکستان د اوبو او بجلۍ وزير خواجه آصف او په پاکستان کې د امريکا سفير رچرډ اولسن د ګومل زام ډيم برانيسته کړې وه.
XS
SM
MD
LG