د لاسرسي ځای

کندهار: ځانمرګي برید ۳ تنه وژلي


د افغانستان په کندهار کې نن د خالي په ورځ په شوي خانمرګي بريد کې درې کسان وژل شوي.


د کندهار د ولايت وياند جاويد فيصل نن مشال راډیو ته وويل چې بريد د سپين بولدک او کندهار ښار ترمنځ پر لويه لار شوی.

د فیصل په وينا په وژل شوو کې يوه ښځه، يوه ماشومه جلۍ او يو هلک شامل دی. دې ترڅنګ شپږ ولسي وګړي زخميان شوي هم دي.

چارواکي وايي طالبانو غوښتل چې د بهرنيو ځواکونو پر يو کتار بريد وکړي خو بريالي شوي نه دي. بلخوا طالبانو د دې بريد ذمه واري منلي.
XS
SM
MD
LG