د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوريې د کورنۍ جګړې پر ختمېدو خبرې کېږي


امريکا او روس د شام د ايټمي وسلو د له منځه وړلو پر سر په يو پلان سلا شوي.

د خپل روسي سيال سره د دريوو ورځنيوو خبرو وروسته، د امريکا د بهرنيوو چارو وزير جان کيري وويل چې په يوه هفته کې دننه دننه به شام د خپلو ايټمي وسلو يو ليسټ وړاندې کوي.


په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون وويل، چې د ملګرو ملتونو يو راپور به ښايي دا تاييد کړي چې په هغه بريد کې زهرجن ګاز کارول شوي.

مون ونه ويل چې دغه کيمياوي وسلې چا کارولي خو ويې ويل اسد د بشريت پرضد ګڼ جرمونه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG