د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د امنيت په اړه به ډير زر يو ټول ګونديز کنفرنس راوغواړي.
د خيبر پښتونخوا د حکومت يو اتحادي ګوند قامي وطن پارټۍ يو مشر او د صوبې د تجارت و صنعت وزير بخت بيدار خان نن مشال ريډيو ته په دې اړه وويل:
تر دې وړاندې د پاکستان مرکزي حکومت هم د يو ټول ګونديز کنفرنس له لارې فيصله کړي وه چې تحريک طالبان پاکستان سره به د مذاکراتو د لارې د امن راوستلو کوشش کوي.
بلخوا تيره شپه مشال راډیو سره ټيليفوني خبرو کې د تحرېک طالبان پاکستان مرکزی وياند شاهدالله شاهد وويل چې د دوی شورا نه خو خکومت سره د مذاکراتو په دې اړه کومه غونډه کړي او نه يې هم کوم شرطونه حکومت ته ايښي دي.
له دې وړاندې داسې رپورټونه راغلي وو چې تحريک طالبان پاکستان حکومت سره د سولې خبرو لپاره خپل شرطونه وړاندې کړي دي.