د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ولس دې خپل راتلونکی پخپله وټاکي


په افغانستان کې د راتلونکي ولسمشر او ولايتي شوراګانو د ټاکنو د تر سره کيدو په خاطر د تیرې جعمې په ورځ د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې يو ورځنی سيمينار تر سره شو چې ويناوالو په ولس غږ وکړو چې د رايې ورکولو کارتونه واخلي او په ټاکنو کې ګډون وکړي.


دغه سيمينار د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون له ارخه جوړ شوی و چې د ننګرهار په ولايتي چارواکو سربيره ورته د مدني ټولنو استازي، له بيلابيلو ولسواليو څخه يو شمير ميرمنې او قومي مشران وربلل شوي ول

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ضياالحق امرخيل له دولت نه غوښتنه وکړه چې د ټاکنو د بهير د ښه تر سره کيدو په خاطر دې ټول حفاظتي تدابير په پام کې ونيسي.

(( د ټاکنو خپلواک کميسيون د تيرو ټاکنو له تجربو نه استفاده کوي او موږ تعهد د دې لرو چې په افغانستان کې له سپين بولدک نه تر واخان پورې يو شان تدابير مو ورته نيولي دي، اميدوار يو چې امنيتي ارګانونه په دې مورد کې د ټاکنو له خپلواک کميسيون سره همکاري وکړي، تر څو د امنيت په بهانه باندې هيڅوک محرومه نه شي. ولس کولای شي چې دا پروسه د کاميابۍ خواته بوځي او ولس هغه څوک دی چې خپل سرنوشت پخپله باندې ټاکي، نو بناٌ زموږ هيله دا ده چې ولس بايد دا ټاکنې کاميابي کړي.))

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د ټاکنو د خپلواک کميسيون چارو اکو ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ. نوموړي وويل:

(( هغه ولسوالۍ چې په هغې کې د نوم ليکنې په برخه کې يا د ښځو يا د نارينه وو په وړاندې څه مشکلات وي، سر له سبا نه دې ډاکټر صيب اختر او دغه نور مسوولين له ما سره کيني، زه به ورته د مربوطه ولسوالۍ ولسوال راوغواړم، زه ورته د همغه مربوطه ولسوالۍ مشران راغواړم، مدني ټولنې راوغواړم،چې ټول په دې کې راسره همکاري وکړي، تر څو چې دغه بهير په کوم ځای کې کمزوری دی يا ټکنی دی، هغه پرې قوي کړو او ټول په ټاکنو کې برخه واخلو. دا زموږ لپاره ډيره مهمه مسله ده.))

د ننګرهار د ولايتي شورا غړې محترمې امين په ټاکنو برخه اخيستل د هر افغان مسووليت وګاڼه.

(( زموږ او ستاسو د هر فرد مسووليت دی چې په دغه ټاکنو کې ونډه واخلو ګډون وکړو او د دښمن هغه بې ځايه تبليغات او شوم اهدافو ته چې دوی غواړي ورسيږي، د هغوی د شومو اهدافو مخه ونيسو او د هغوی مقابله وکړو.))

د ننګرهار د ښځو چارو رياست مشره انيسه عمراني وايي: سره له دې چې په ننګرهار کې ښځې د کلتوري محدوديتونو سره مخ دی، خو دوی به د عامه پوهاوي له لارې وکولای شي چې ميرمنې رايې ورکولو ته تيارې کړي.

(( موږ د دارالانشا دفتر ته او د انتخاباتو دفتر ته دا وعده ورکوو چې زموږ ټولنه يوه سنتي ټولنه ده، زموږ ورونه حاکم دي، نو زموږ خويندې چې هر څنګه کوي چې ورونو، ته پلرونو ته او ميړونو ته قناعت ورکړیء او دا خپله وجداني وظيفه تر سره کړیء.))

د ټاکنو د خپلواک کميسيون چارواکي وايي چې ټاکل شوې وه چې د راتلونکي ميزان مياشتې په پينځمه نيټه د نوم ليکنې لړۍ پای ته ورسوي، خو د خلکو د غوښتنو په بنياد يې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې د لړۍ موده یې يوه نيمه مياشت نوره هم وغځوله .
XS
SM
MD
LG