د لاسرسي ځای

تازه خبر

"تنها اېم کيو اېم نیول کېږي وسله وال طالبان نه"


د کراچۍ تر ټولو لوی ګوند ایم کیو ایم ویلي دي په ښار کې روان عملیات یوازې او یوازې د دوی د ګوندي غړو او مشرانو د نیولو لپاره شورو شوي دي.

کراچۍ: سند حکومت په کراچۍ ښار کې د روانو عملیاتو د تیزولو پریکړه کړې ده . د زیارت پر ورځ د انتظامي چارواکو په غونډه کې د سند صوبې اعلا وزیر سید قایم علي شاه د تېرې یوې هفتې راهیسې پر روانو هدفي عملیاتو ډاډ وښود او ویلي یې دي باید ژر تر ژره کراچۍ ښار په جرمونو کې د ککړو عناصرو له منګولو خلاص کړل شي.


دلته په کراچۍ کې په نړیواله سطحه مشهور ترهګر او طالبان میشت دي، په هغو علاقو کې چې دوی په کې میشت دي د هغو ځایونو محاصرې نه کیږي او هغه علاقې چې زمونږ پلویان پکې میشت دي د هغې محاصرې روانې دي
فیصل سبزواري
ددې ترڅنګ سند حکومت د زیارت په ورځ د کراچۍ په پولیسو کې په لویه کچه رد بدل کړی دی او د صوبې د پولیسو مشران او ۱۴ ډي ايي جی یې بدل کړي دي . شاهد حیات د کراچۍ د پولیسو مشر یا ایډیشنل اي جي ټاکل شوی دی.

بلخوا ته د کراچۍ تر ټولو لوی ګوند ایم کیو ایم ویلي دي په ښار کې روان عملیات یوازې او یوازې د دوی د ګوندي غړو او مشرانو د نیولو لپاره شورو شوي دي. د دغه ګوند رهنما فیصل سبزواري په دې اړه تېر ماځیګر خبریالانو ته وویل:

((دلته په کراچۍ کې په نړیواله سطحه مشهور ترهګر او طالبان میشت دي، په هغو علاقو کې چې دوی په کې میشت دي د هغو ځایونو محاصرې نه کیږي او هغه علاقې چې زمونږ پلویان پکې میشت دي د هغې محاصرې روانې دي ، په تېرو شپږو ورځو کې زموږ تر سلو زیات ګوندي ملګري نیول شوي دي))


فیصل سبزواري زیاته کړه په کراچۍ کې روان اوسنی اپریشن د ۱۹۹۲م کال د عمیاتو بڼه خپله کړې ده.

هلته بیا د ۲ پولیس سرتیرو د قتل په تور د ایم کیو ایم ګوند نیول شوی رهنما ندیم هاشمي د انسداد دهشتګردۍ په محکمه کې د زیارت په ورځ پیش کړل شو. محکمې نوموړی د ۷ ورځو په ریمانډ پولیسو ته د حواله کولو حکم کړی دی.

څیړونکي وایي، د کراچۍ ستونزه ډېره حساسه ده او په دې کې وړه تېروتنه هم لویه ستونزه پیښولی شي. د سیاسي چارو کارپوهه قیصر محمود په دې اړه مشال ریډیو ته وویل:

((د داسې عملیاتو پر مهال تېروتنې هم کیدلی شي. مخکې هم داسې شوي دي د دې ډېر لاملونه وي کله کله ځینې انتظامي مشران د خاصو ګټو لپاره ځینې داسې کارونه وکړي چې په هغه کې خلکو ته د شکایتونو موقع په لاس ورځي. اوس دا د انتظامیې کار دی چې څنګه باید چې پر انصاف ولاړ عملیات وکړي او د دې عملیاتو ګټې ددغو افسرانو پر ځاب عام ولس ته ورسي))


بلخوا ته د رینجرز ځواک ویاند په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي دي چې د یاد ځواک سرتیرو د ښار له بیلا بیلو برخو د عملیاتو په ترڅ کې په جرمونو ککړ ۳۲ کسان نیولي دي.
XS
SM
MD
LG