د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشکیک په غونډه کې د افغانستان په حالاتو خبرې کیږي


د قرغزستان ولسمشر الملس بیک اتمبایوف د جمعې په ورځ وویل: راتلونکې میاشت به په بشکیک کې د یو نړیوال کانفرانس په ترڅ کې په دوه زره څوارلسم کې د افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په حالاتو خبرې کیږي.


نن د جمعې په ورځ د شنګهايي تعاون تنظیم په سرمشریزه غونډه کې اتنبایوف دا هم وویل، چې هیواد یې په شام کې د بحران د ختمولو د سوله ایزه حل ملاتړ کوي.

د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایوف په دې موقع وویل، چې استانه د شام په اړه د مسکاو د دریځ ملاتړ کوي، چې په شام کې د بهرنۍ مداخلې مخالفت کوي.

د شانګهايي د تعاون تنظیم په غونډه کې د غړو هیوادونو روس، چین، قرغزستان، قزاقستان، ازبکستان او دتاجکستان د ولسمشرانو ترڅنګ د افغانستان، پاکستان ، ایران او منګولیا ولسمشران د څارونکو په حیث برخه اخلي. د دې غونډې مهمه ایجنډا د سیمې او نړۍ د امنیت په اړوند خبرې کول دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG