د لاسرسي ځای

په جنوبی وزیرستان کې د تیرې پنجشنبې په روځ د اوبو او بجلۍ وفاقي وزیر خواجه آصف ، په پاکستان کې د امریکا سفیر ریچرډ اولسن د خیبر پشتونخوا ګورنر انجینیئر شوکت الله او د واپډا چیرمین سید راغب شاه د ګومل زام ډېم د پرانستلو په دستوره کې ګډون وکړو.


په دې مهال د اوبو او بجلۍ د وفاقي وزیر خواجه آصف وینا وه چې د دې ډېم جوړولو سره به ۱۷.۴ میګاواټه بجلۍ پیدا کېږي.

د دغه ډېم په جوړولو کې د جنوبي وزیرستان ټانک او ډېره اسماعیل خان کې د شینکې سیوا کولو کې هم مرسته وکړې او په خیبر پښتونخوا کې د ترقۍ لاره هواره شي.

هم په دې لړ کې د ګورنر هاوس پیښور نه د خپور شوي بیان تر مخه ګورنر انجینئر شوکت الله د دې ډیم د پرانیستلې په دستوره کې ویلي دې چې د ګومل زام ډېم تکمیل د معاشي پرمختګ د کوششونو یوه لویه کامیابي ده او نوموړي وویل، چې د دوی هیوادونو لخوا مالي مرستې ته د قدر په نظر ګوري او په راتلونکې کې هم د دا رقم مرستو توقع لري.

د یادونې وړ ده چې ګومل زام ډېم د امریکا او چین په تکنیکي او مالي مرسته جوړ کېږی.

په دې مهال د امریکې سفیر ریچرډ اولسن هم د پرانستې دستورې ته وینا وکړه چې په پاکستان کې د توانایي په بحران امریکا د پاکستان سره په بیلا بیلو منصوبو کې مرسته کوي او د دې منصوبو د تکمیل سره به د بجلۍ په پیداوار کې ۲۰۰۰۰ میګاواټه اضافه وشي.
XS
SM
MD
LG