د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او روس د شام په حلاتو خبرې کوي


د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کېري به نن د جمعې په ورځ له خپل روسي سیال سرګي لاواروف سره له شامه د کیمیاوي وسلو د لرې کولو په موضوع خبرو اترو ته دوام ورکوي.


د زیارت په ورځ په جنیوا کې ،د دواړومشرانو تر مینځ اختلافات هغه وخت مخې ته راغلل، کله چې ملګرو ملتونو تصدیق وکړ چې د کیمیايي وسلو ضد نړیوال تړون کې شاملېدلو په وړاندې شام دستاویز جمع کړی دی.

کیري وویل که چیرې د شام مشر بشارالاسد د خپل هېواد د کیمیایي وسلو زیرمې په حواله کولو کې پاتې راغللو نو د پوځي قوت د استعمال ګواښ به بیا هم موجود وي.

لاواروف وویل: د روس پلان د عملي کولو سره به پوځي کاروايي ته ضرورت پاتې نه شي.

وړاندې بشارالاسد یو روسي تلویزون ته په مرکه کې ویلي وو چې شام د خپلو کیمیايي وسلو د حواله کولو په فېصله رضامندي ، د امریکا لخوا د پوځي کاروايي د ګواښ له امله نه، بلکه د روس د سفارت کارۍ له امله ښکاره کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG