د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن سلمان خورشید او سرتاج عزیز په بشکیک کې ملاقات کوي


ټاکل شوې ده چې نن د جمعې په ورځ به د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف د قامي سلامتیا او خارجه چارو مشیر سرتاج عزیز او د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید د قرغزستان په سرښار بشکیک کې ملاقات وکړي.


تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعزاز احمد چوهدري په اسلام آباد په اوونیزه خبري غونډه کې وویل، دواړه مشران به په بشکیک کې له یو بل سره ګوري چې په دوه اړخیزو تعلقاتو به خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په بشکیک کې د شانګهايي د تعاون تنظیم سرمشریزه غونډه کیږي چې پاکستان او هند پکې د څارونکو غړیو هېوادونو په حیث برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG