د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی د افغان فوټبال ملي ټیم هرکلي ته ورغلی


ولسمشر حامد کرزی د افغان فوتپال ملي ټيم د هرکلي لپاره کابل هوايي ډګر ته ورغلی وو
ولسمشر حامد کرزی د افغان فوتپال ملي ټيم د هرکلي لپاره کابل هوايي ډګر ته ورغلی وو

ولسمشر کرزي د افغانستان ولس ته د اتلولۍ مبارکي وويله او زیاته کړه چې افغان زلمیانو د خپل هېواد بېرغ په ټوله نړۍ کې هسک کړ


د افغانستان ملي فوټبال ټیم چې د جنوبي اسیا جام اتلولي یې ګټلې، پر کابل هوايي ډګر یې دروند هرکلی وشو. ولسمشر حامد کرزی یې هم یې د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورغلی وو. د دې برسېره د فوټبال ملي ټیم هرکلي ته د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړي او ګڼ افغانان مخې ته وروتلي ول.


افغان فوټبال ملي تيم کابل ته ورسېد
افغان فوټبال ملي تيم کابل ته ورسېد
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي چې د فوټبال دغه سيالۍ يې له ټلويزيون څخه په ژوندۍ بڼه کتلې وه، د ملي ټلويزيون له لارې يې د افغانستان ولس ته د اتلولۍ مبارکي وويله او زیاته کړه چې افغان زلمیانو د خپل هېواد بېرغ په ټوله نړۍ کې هسک کړ:

(( د افغانستان ملت ته دې دا قهرماني ډيره مبارکه وي. چې د هرې مقابلې وړتيا لري. خپل وطن او خپل خلک ترقۍ ته رسیء او افتخارات ورته راوړي. دا موږ ته يوه لويه اشاره ده چې افغانستان مخ په ترقۍ روان دی او څوک يې مخه نيولی نه سي. ځوانانو دنيا ته د افغانستان بيرغ په افتخار لوړ کیء، مبارک مو سه.))

تیره شپه افغانستان د جنوبي اسیا د جام په پایلوبه کې هند ته په دوه ـــــ صفر ماتې ورکړه.

له دې بریا وروسته د افغانستان په پلازمینه کابل او د هېواد په لویو ښارونو او ګڼو ښارګوټو کې خلک سړکونو او کوڅو ته راووتل او جشنونه یې وکړل.

پرون شپه ولسمشر حامد کرزي د افغان لوبډلې په بري ټول افغان ملت ته تبريکي وویله او زیاته یې کړه چې افغان زلمیانو د خپل هېواد بېرغ په ټوله نړۍ کې هسک کړ.
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د جنوبي اسيا فوټبال فدراسيون (ساف) په دې سياليو کې د دې سيمې د اتو هيوادونو لوبډلو برخه اخيستې وه. د افغانستان ټيم د پنځو هيوادونو له لوبډلو سره مخامخ شو چې څلور يې مات کړل خو يوه سيالي يې مساوي کړه.


دا له ۱۹۵۴ ميلادي کال راپه دې خوا، چې د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د اسيا د فوټبال د فدراسيون غړيتوب ترلاسه کړي دي، لومړي ځل دي چې افغانستان د اتلولۍ مقام ګټي.

د افغانستان و هند پایلوبه

د نيپال په مرکز کټنمدو کې د افغانستان لومړي ګول مصطفي ازادزوی د لوبې په لومړيو لسو دقيقو کې وواهه.

ځوانان د بري جشن لمانځي
ځوانان د بري جشن لمانځي
له ګوله وروسته د افغانستان ټيم د هند پرخلاف حملو ته دوام ورکړ او د ګول وهلو څو نور موقعيتونه يې هم ځان ته برابر کړل.

خو وروسته وروسته د هند ټيم حملې زياتې کړې او افغان لوبغاړي يې ترفشار لاندې راوستل.

لومړۍ نيمايي د هند له فشار سره سره يو پر صفر پاي ته ورسېده.

په دویمه نيمايي کې هند بيا هم حملو ته دوام ورکړ تر دې چې په درې شپېتمه دقيقه افغان لوبغاړي سنجر احمدي دوهم ګول وواهه.

دوهم ګول په لوبغالي کې د ناستو هندي نندارچيانو شورماشور کم کړ او افغان لوبغاړي يې د اتلولۍ ګټلو ته لا ډېر هيله من کړل.

د دې تورنمنټ د غوره لوبغاړي لقب د افغانستان د ټيم ګولکيپر منصور فقيريار ته ورکړل شو.

فقيريار د افغانستان خلکو ته مبارکي وويله.

د افغانستان د ټيم بل ګولکيپر حميد الله يوسفزی وايي، کله چې دوی له نيپاله نيمه پايلوبه وګټله د اتلولۍ ګټلو ته زيات هيله من شول.

ننګرهار: د فوټبال اتلولي په ډول او نغاره ونمانځله

له ننګرهاره د مشال خبریال وايي چې تير ماښام د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې له بري وروسته د جلال آباد ښار پښتونستان واټ ته په سلګونو تنه ځوانان په ډول او نغاره راووتل او د برياليتوب جشن يې په اتڼونو او نڅاوو ونمانځه.

د ننګرهار د فوټبال د فيدراسيون يو تن غړی چې په دغه خوشاليو کې يې برخه اخيستې وه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( زما نوم عبدالواسع ناصري، د ننګرهار د فوټبال يم، زه نن سخت وياړمه، پر افغانستان وياړم او پر افغانانو وياړم چې په خالي لاس يې دا کف خپل کړو. اوموږ به انشا الله کابله پورې ځو او دا لوبغاړي به بدرګه کوو، د افغانستان ټولو خلکو ته مبارکي وايم.))

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړی کريم صادق هم يو له هغو څخه و چې په د فوتپال د بريا په خوښيو کې يې ګډون کړی و، نوموړي خپل احساسات مشال راډيو سره څه دا رنګه شريک کړل.

(( ډير زيات خوشحاله يم، اول خو بد بختي دا ده چې بجلي نه وه، د ډير ليرې ځای نه د ميچ د کتلو لپاره راغلو. او بيا چې کله سنجار احمدي دويم ګول ووهلو، ډيره غټه چيغه مې ووهله او د خوشحالۍ نه مې وژړل چې د افغانستان بيرغ مې په نيپال کې وليدلو. نو دغې ګټې سره دې خدای په افغانستان کې وحدت، ملي يو والی او اتفاق راولي. او دغه ګټه دې الله تعالی د افغانستان د سوکالۍ سبب ورګرځیء زمونږه د ننګرهار ځوانان څومره خوشحاله دي، ډانسونه کوي او واقعاٌ چې د خوشحالۍ ځای دی.))

جنوبي اشيا د فوټبال د فيدراسيون دغه سيالۍ چې څه موده وړاندې پيل شوې وې، پايلوبې ته يې د افغانستان او هندوستان ملي لوبډلې وتلې وې، چې د سپټمبر په يولسمه نيټه په نيپال هيواد کې ولوبيدل او افغانستان هندوستان ته د صفر په مقابل کې د دوه ګولونو په ورکولو سره د جنوبي اشيا د فوټبال داتلولي جام خپل کړ.
د يادولو ده چې دد اتلولۍ د جام او مډالونو د ويشلو پر مهال د افغانستان ملي لوبډلې ته د پنځوس زرو ډالرو او د هندوستان ملي لوبډلې ته د پنځه ويشت زرو ډالرو چيکونه هم ورکړل شول.
XS
SM
MD
LG