د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ۵ کالن ستراتيژيک او عملياتي پلان


د ننګرهار ولايت پينځه کلن ستراتيژيک او عملياتي پلان د چهارشنبې په ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې تشريح کړی شو .

د ننګرهار ولايت پينځه کلن ستراتيژيک او عملياتي پلان د چهارشنبې په ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې تشريح کړی شو چې له مخې به يې په راتلوونکو پينځو کلونو کې د خلکو د ضرورت په بنياد اساسي پروژې بشپړې شي.


دغه غونډه چې د ننګرهار په شاهي ماڼې کې جوړه شوې وه، د ننګرهار د ولايتي ادارو پر مشرانو سربيره ورته له مرکز څخه د يو شمير وزارتونو استازي هم ور بلل شوي ول.

د ننګرهار سرپرست والي محمد حنيف ګرديوال هغه بنيادي پروژې خبريالاتو ته په ګوته کړې چې د ننګرهار د خلکو په بنيادي ضرورتونو کې شميرل کيږي. نوموړي وويل:

(( د بريښنا يو څه کارونه به تر سره شوي وي، خو موږ وايو چې دا بايد ګړندي شي، د کانال يوه ډيره عظيمه پروژه لرو چې اوس هغې کې ډيرې نميګړتيا دي، هغه اوس تاسو ګوریء چې د بد امنيو ښکار دي. د زراعت په برخه کې د زراعت په برخه کې، د معارف او پوهنتون په برخه کې د ولايت په کچه بايد يو لويه شفاخانه ولرو. د ښار د پراختيا برخه ده، د ننګرهار په سطحه يو لوي هوايي ډګر ته ضرورت دی. اوس خو زموږ په هوايي ډګر کې ايتلافي ځواکونه دي، خو که دوی لاړ هم شي، دغه ساحه وړه ده، ښار ته نيږدې ده. موږ غواړو چې ښار دې خواته وسعت ورکړو. دا هر څه موږ له خپلو وزارتونو څخه غواړو.))

د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو د پاليسۍ او تخنيکي چارو مرستيال فريدماموندزي ژمنه وکړه چې د دوی اداره به د دغه پينځه کلن پلان په تطبيق کې فعاله ونډه اخلي.

(( زموږ نننۍ عمدتاٌ بحث په بيا رغونه او حکومتدارۍ باندې دی، بې له شکه په ننګرهار کې ډير کار شوی دی خو ستونزې اوس هم شته دی، په معارف کې، په صحت کې او په زراعت کی. سيمه ييز ارګانونه تعهد په دې مجلس کې ورسره وکړو چې د دې پلانونو د عملي کولو لپاره به لازمه بوديجه، لازم کمک د مرکز په سطحه باندې هم له ډونرانو له خوا مرکزي وزارتخانو له خوا نه د پيدا کولو پوره هڅه کوي او د دې پلان په عملي کولو کې به د ننګرهار ولايتي ادارې او ولسونو تر څنګ ولاړ وي.))

د افغانستان د ماليې وزارت مرستيال ګل مقصود ثابت وايي چې د ياد پلان د تطبيق لپاره دې يو څارونکي ټيم وګمارل شي چې راتلوونکي پلانونه تعقيب کړي او د خنډونه مخه يې ونيسي.

(( دا پلان عملي کيږي حتماٌ، او وزرات ماليه په دغو پلانونو کې مکمل له دوی سره ولاړه ده. هغه وسايل چې څومره ضرورت وي، او موږ پوره اړه ولري، هغه به ورته پوره کوو.
که خارجي کمکونه وي نو هغوی ته موږ هم ويلی شو. خو زما پيشنهاد دا دی چې دلته د ولايت په سطحه باندې د څو تنو تکړه ځوانانو يو ټيم د دغو پلانونو د عملي کيدو لپاره جوړ شي، او خپل پلانونه مربوطه ادارو ته وړاندې کړي، خو که په هغه صورت کې چې د دوی کارونه مخته نه ځي، نو بيا دې په حکومت کې له موږ غوندې خلکو څخه کار واخلي.))

د ننګرهار ولايت په دغه پينځه کلن ستراتيژيک او عملياتي پلان کې د ننګرهار د امنيتي ځواکونو غښتلتيا د جلال اباد ښار پراختيا، د ملکي هوايي ډګر جوړيدل، د تورخم جلال اباد او د کابل جلال اباد دويم سرکونه، په امان الله خان ښارګوټي کې زربستريز روغتون، د ننګرهار د کانال رغونه او په ولسواليو کې د لويو او وړو پروژو پلي کول شامل دي.
XS
SM
MD
LG