د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې هوايي بريد اته طالبان وژلي دي


د غزني ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې هوايي ځواک د طالبانو يوه ډله په نښه کړې ده، چې په کې يوولسو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، دوی وايي، د بريد له امله د طالبانو يو سيمه ييز قومندان هم وژل شوی دی.


هوايي بريد تېر ماښام ناوخته د اندړو ولسوالۍ په نوغي کلي کې په څو تنو موټر سايکل سپرو طالبانو شوی دی، چې پکې اته تنه وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

په وژلو شويو کسانو کې په ویس مشهور د طالبانو يو سيمه ييز قومندان هم شامل دی.

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، تر بريد وروسته له سيمې څخه ټپي وسله وال د هغوی نورو ملګرو له ځان سره وړي دي.

دی وايي، هغه وخت چې سيمې ته پوليس رسېدل، يوازې د پېښې په ځای کې د طالبانو څلور ويجاړ موټر سايکلونه پاتې وو.

"د نوغي له کلي سره طيارو پر طالبانو بمبار کړی دی، چې اته تنه طالبان پکې وژل شوي او درې نور ټپيان دي. په دغو طالبانو کې په ويس مشهور يو قومندان هم مړ دی خو دا لا نه ده مالومه، چې د دغه قومندان اصلي نوم څه شی وو."

تر اوسه پورې لا طالبانو د پېښې په اړه څه نه دی ويلي.

پنځه ورځې وړاندې هم د دغې ولسوالۍ په ابراهيم خېلو کلي کې د طالبانو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ نښته شوې وه چې پکې چارواکيو د شپږو تنو وسله والو د وژلو او څلورو نورو د ټپي کېدلو دعوه کوله.
XS
SM
MD
LG