د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملا برادر په یوه میاشت کې دننه خوشې کوو. عزیز


د پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز
د پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز

د افغانستان د سولې عالي شورا مرکچیانو بیا بیا د جګپوړي طالب کمندان ملا برادر د خوشي کولو لپاره ږغ کاوه چې پاکستان بندي کړی دی.

د یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي له خولې ویل شوي، چې، اسلام اباد د دې هڅې له مخې د افغان طالبانو د پخواني دویم مشر کمندان ملا بردار غني خوشې کولو ته تیار دی، چې دغه ډول په افغانستان کې له دوولسو کالو راهیسې روانې جګړې په ختمولو کې مرسته وشي.


د افغانستان د سولې عالي شورا مرکچیانو بیا بیا د جګپوړي طالب کمندان ملا برادر د خوشي کولو لپاره ږغ کاوه چې پاکستان بندي کړی دی.

د وزیر اعظم نواز شریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز رویټرز خبري اژانس ته ویلي،" په اصولو کې دوی د ملا برادر په خوشي کولو سلا شوي دی. او په یوه میاشت کې دننه به دا کار تر سره کړي"

عزیز وویل، چې برادر به په پاکستان کې خوشې کړل شوي خو افغانستان ته به یې ونه سپاري، لکه څنګه چې یې کابل تمه کوله.

دا راپور له هغه وروسته راغلی چې د شنبې پر ورځ پاکستان د اوو طالب بندیانو د خوشې کولو اعلان وکړ.
XS
SM
MD
LG