د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام له ځنډه کار اخلي. اوباما


د امریکا ولسمشر باراک اوباما
د امریکا ولسمشر باراک اوباما

ولسمشر اوباما ویلي، چې هغه د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ته امر کړی چې د کېمیاوي وسلو د سپارلو د وړاندیز په اړه له روسي چارواکو سره خبرې وکړي.

د مشال راډیو د مرکزي خبري څانګې راپور
ژباړه: بوریوال کاکړ

د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي چې د روس ملاتړ لرونکی هغه وړاندیز له ورایه مثبت پرمختګ دی چې شام به خپلې کېمیاوي وسلې نړیوالو ته په ولکه کې ورکړي. خو ولسمشر اوباما په دې اړه اندېښنه لري چې ګواکې د ولسمشر بشارالاسد رژیم به له دې څخه هسې د وخت اخیستو لپاره کار واخلي.

له یوه امریکايي ټلویزیون سره په مرکه کې ولسمشر باراک اوباما ویلي چې، هغه د دې وړاندیز په اړه تېره اونۍ د جي ټوېنټي هیوادونو د سرمشریزې پر مهال خبرې کړې دي.

ولسمشر باراک اوباما دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې کړې دي چې د امریکا د سېنټ غړو پر دې بحث کاوه، چې د کېمیاوي وسلو د استمعالولو په تور کې پر شام د برید لپاره د هغه غوښتنه ومني او که نه؟

ولسمشر اوباما پي بي ایس ټلویزیون ته وویل چې هغه د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ته امر کړی چې د کېمیاوي وسلو د سپارلو د وړاندیز په اړه له روسي چارواکو سره خبرې وکړي.

( په دې ټول بهیر کې زما اراده د دې باوري کول پاتې شوي دي چې د کېمیاوي وسلو داسې څرګند استعمال بیا ونه شي. که چېرې په سفارتي توګه د دې د هوارولو لار وي نو دا به په لویه کچه زما لومړیتوب وي. تاسو خبر یاست، ما جان کېري ته ویلي دي چې نېغ په نېغه له روسیانو سره خبرې وکړي او د دې وړاندیز ښه جاج واخلي. که چېري موږ د دې سفارتي هڅو له لارې پر یوه داسې طریقه سلا کېږو چې نړیوال په شام کې د کېمیاوي وسلو مخه ونیسي نو دا هغه څه دي چې زه یې غواړم. خو موږ به خاصو نقطو ته ګورو).

د امریکا ډېرو سنېټرانو په دې اړه د شک څرګندونه کړېده چې ایا پر شام به د کېمیاوي وسلو د هغه برید په غبرګون کې پوځي حمله یو سم ګام وي او که نه په کوم کې چې د اګست پر شلمه نېټه تر څوارلس سوه زیات کسان ووژل شول.

په دې وروستو کې تر سره شوې نظرپوښتنې ښيي چې د امریکایانو زیاتره برخه د شام په جګړه کې د امریکا د ښکېلتیا پر ضد ده.

د شام حکومت نه یوازې د دې برید پړه د حکومت پر مخالفینو اچوي بلکې د دوشنبې په ورځ یې د روس د بهرنیو چارو د وزیر له خوا وړاندې کړي د کېمیاوي وسلو د سپارلو د وړاندیز هم ډېر په چټکۍ هرکلی وکړ.

د ملګرو ملتونو مشر بان کې مون هم د دې وړاندیز ملاتړ کړی دی خو فرانس ، جرمني او برتانیا بیا ویلي چې وړاندیز دې لومړی و ازمویل شي.

په دمشق کې له امریکايي ویاند یا براډکاسټر چارلي روز سره په مرکه کې په دې اړه پوښتنه راپورته کړېده چې ایا ولسمشر اوباما د کېمیاوي وسلو پر ضد د سرې کرښې راکښلو حق لري او که نه؟

( اوباما دا کرښه وکښه ، اوباما دا کرښه د خپل ځان او خپل هیواد لپاره کښلای شي خو د نورو هیوادونو لپاره نه. موږ خپلې سرې کرښې لرو. لکه زموږ خپلواکي او ازادي. نړۍ په ناسمه توګه سرې کرښې وکښې. امریکا په عراق کې د لاندې کچې یورانیم وکارول او اسرایل په غزه کې پاسپورس استعمال کړل خو هیڅ یوه چا څه ونه ویل. نو سرې کرښې څه دي؟ موږ هیڅ سرې کرښې نه وینو).

د شام ولسمشر بشارالاسد داسې خبرداری هم ورکړی دی چې که چېري امریکا پر شام پوځي برید وکړ نو به له غبرګون سره مخامخ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG