د لاسرسي ځای

تازه خبر

فلپاین:د سرکاري ځواکونو او اسلامي یاغیانو نښته


فیلیپاین پوځي سربازان
فیلیپاین پوځي سربازان

د فیلیپاین پوځي چارواکي واي چې ددغه هيواد په جنوبي برخه کي د حکومتي ځواکونو او اسلامی ياغيانو تر مينځه په نښتو کې د تيرې دوشنبې پر سهار لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.


دا نښتې هغه مهال پېل شوې کله چې د دغه هيواد پوځيانو د مورو نېشنل ليبریشن فرنټ سره اړه لرونکي له ۲۰۰ نه تر ۳۰۰ پورې ياغيان له سرښار منيلا نه څه کم ۹۰۰ کلو ميتره لرې د جنوبي بندري ښار زمبوانګا په څنډو کې ايسار کړل.

راپورنه وايي چې ياغيانو تقريبا ۲۰ عام ګړي يرغمال کړي ول.

له تېرو څلوېښتو کالو نه د مورو نیشنل ليبریشن فرنټ ياغيانو په جنوبي سيمه مينداناؤ کې د يو خپلواکه اسلامي رياست قايمولو لپاره وسله واله مبارزه پيل کړې ده.

په ۱۹۹۶ م کی له حکومت سره دغه وسله والې ډلې د امن لوظنامه لاس ليک کړې وه خو ځینې بېلې شوې ډلې اوس هم خپلې کاروايانې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG