د لاسرسي ځای

تازه خبر

لومړیتوب روغې جوړې ته ورکوو. پرېکړه لیک


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف

نواز شریف غونډې ته په خپله پرانستونکې وینا کې وویل،” د قوت کارولو پر ځای د جوړجاړي خبرو ته لومړیتوب ورکوو خو وروستۍ پرېکړه به قامي مشران کوي."



د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف په بلنه ټول ګوندیزه غونډې په یوه خوله پرېکړه لیک ومانه چې په هېواد کې د ترهګرۍ وهلو لپاره د لومړي ګام له مخې ضروري بولي چې په جګړه کې ښکېلو اورپکو ډلو سره خبرې اترې وکړي. خو دا فیصله هم په کې وشوه که خبرو اترو نتیجه ورنکړله نو د اورپکو پر ضد به ګام اخیستل کېږي. په پرېکړه لیک کې راغلي چې په قبایلي سیمو کې له خپلو خلکو سره د روغې خبرې پر مخ وړو چې سولې ته موقع ورکړل شي.


په پرېکړه لیک کې د کراچۍ پر امنیتي حالاتو هم اندېښنه وښودل شوله چې هلته د خلکو ژوند، جایداد او روزګار پر له پسې له خطر سره مخامخ دی او صوبايي حکومت دې له ټولو ښکېلو غاړو سره د روغې جوړې له لارې یو مستقل حل راوباسي.

د غونډې په پرېکړه لیک د بلوچستان پر حالاتو هم اندېښنه وښودل شوه او د دغه صوبې اعلا وزیر ته یې اختیار ورکړ چې په صوبه کې دننه او له هېواده بهر پاڅېدلو بلوڅانو سره خبرې اترې پېل کړي چې په ملي بهیر کې یې ورسره مله کړي.

په پرېکړه لیک کې پر امریکايي ډرون بریدونو اندېښنه وښودل شوه او دا یې د پاکستان د خاورې او خودمختارۍ سرغړونه وبلله. او دا فیصله هم وشوه چې وفاقي حکومت دې امکاناتو ته په کتو سره دا ستونزه ملګرو ملتونو ته یوسي، چې ډرون بریدونه د نړیوال قانون سرغړونه ده.

د ټول ګوندیزه غونډې لیکل شوې مسوده ټولو ګډون کوونکو سیاسي ګوندونو لاسلیک کړله.

نواز شریف غونډې ته وویل، چې د ترهګرۍ ضد جنګ کړنلاره به په خپله ټاکي او دا یې خپله پرېکړه ده، د ده په خبره چې په دې ترڅ کې د امریکا په ګډون به له هېچا لارښوونه نه اخیستل کېږي.

د ټول ګوندیزه غونډې په پرېکړه لیک کې راغلي،” دا غونډه په خواشینۍ سره دا خبره یادوي، چې له تېرو څو کالونو راهیسې حالات پر له پسې خرابېږي، او د ترهګرو او تندلارو عناصرو د ولکه کولو مخکینو هڅو څنګه چې یې هېله کېدله هېڅ ګټه نه ده ورکړې.“

غونډې ته د نواز شریف تر څنګ ، د کورنو چارو وزیر، د پوځ مشر، او د ای اېس ای ډایرېکټر جنرل، پر کورني او سیمه ایزه امنیتي حالاتو خپلې څرګندونې وکړې.

په غونډه کې د ډېری سیاسي ګوندونو مشرانو ګډون کړی وو. د پیپلز پارټۍ مخدوم امین فهیم، د تحریک انصاف مشر عمران خان، د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د بي اېن پي اختر مېنګل، د اېم کیو اېم فاروق ستار، د جماعت اسلامي لیاقت بلوچ او یو شمېر نور مشران ورغلي ول.

نواز شریف غونډې ته په خپله پرانستونکې وینا کې وویل،” چې هېواد یې د ترهګرو په ولکه کې دی او په کار ده چې له دې ستونزې سیاسي ګټه پورته نه کړو. د قوت کارولو پر ځای د جوړجاړي خبرو ته لومړیتوب ورکوو خو وروستۍ پرېکړه به قامي مشران کوي."
XS
SM
MD
LG