د لاسرسي ځای

مرستیال پولیټيکل اېجنټ ناصر خان مشال راډیو ته وویل چې وسله والو له برید وروسته د امن کمېټۍ ځینې غړي له ځان سره بیولي دي.


د خیبر اېجنسۍ باړې تحصیل چارواکي وايي، چې نن د ګل پر سهار د باړې په شلوبر سیمه کې وسلوالو د امن کمیټۍ پر غړو په برید کې د شلوبر امن کمیټۍ پینځه تنه وژلي دي.


مرستیال پولیټيکل اېجنټ ناصر خان مشال راډیو ته وویل چې وسله والو له برید وروسته د امن کمېټۍ ځینې غړي له ځان سره بیولي دي.

د شلوبرسیمې د خلکو په وینا امنیتي ځواکونو اوس دغه سیمه په خپله ولکه کې اخیستې ده او دلته یې د لټون عملیات پیل کړي دي.

د امن کمیټۍ یو مشر نواب اپریدی وايي، چې(( د دوی کسان لشکر اسلام وسلوالې ډلې وژلي دي)) خو د لشکر اسلام وسلوالې ډلې مرکزی ویاند ابو رشید لشکري وايي چې(( دوی د شلوبر دغې پیښې سره څه تعلق نشته او نه هم دوی د شلوبر امن کمیټۍ پر غړو برید کړی دی، بلکې د باړې د پرامنه ماحول په خاطر یې په تیره څه موده کې په چا برید نه دی کړی))

د شلوبر امن کمیټۍ مشر نواب اپریدی وايي چې(( دوی په دې وروستیو کې د باړې د امن په خاطر لشکر اسلام وسلوالې ډلې سره غیر رسمي عارضي ډزبندي کړې وه خو د دې باوجود یې زموږ کسان په نښه کړل))

د خیبر پولیټیکل چارواکي وايي چې(( په باړه کې د امنیتی ځواکونو،اووسلوالو ډلو او امن کمیټیو ترمنځه هېڅ رسمي ډزبندي نشته))

د لشکر اسلام وسلوالې ډلې له خوا د دغې پیښې سره لا تعلقی په داسې حال کې مخې ته راځي چې په دې تیرو دوه میاشتو کې په باړه کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو تر منځه هم کومه نښته نه ده شوې او په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو د ځايي خلکو د سهولت له پاره د باړې عالم ګودر لویه لاره هم خلاصه کړې ده او د باړې خلک اوس پرې پیښور ته په اسانه تګ راتګ کوي او د باړې بازار د خلاصولو خبرې هم روانې دي.

یاده دې وي چې په باړه کې د تیرو څلورو کالو راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځي عملیات روان دي او اوس هم پکې ټولې تعلیمي ادارې،بازارونه او روغتونونه تړلي پراته دي،او د بد امنۍ له امله ترې په زرګونه خلکو خپلې کډې هم ویستلې دي چې دا مهال یې ډيری کورنۍ په جلوزو کډوالو کیمپ کې ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG