د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګري په تعلیم وهلی شو. ملاله


ملالې ته روانه اونۍ په هيګ ښار کې د ماشومانو له پاره د سولې نړيواله جايزه ورکړل شوه.
ملالې ته روانه اونۍ په هيګ ښار کې د ماشومانو له پاره د سولې نړيواله جايزه ورکړل شوه.

ملالې ته روانه اونۍ په هيګ ښار کې د ماشومانو له پاره د سولې نړيواله جايزه ورکړل شوه. او د سږ کال امن نوبل مډال له پاره وار د مخه نومول شوې ده.

له بريتانيا خپرېدونکې د فاينينشل ټايمز ورځپاڼې په يوه ليکنه کې راغلي، د خيبر پښتونخوا د سوات ملاله يوسفزۍ، چې ۱۶ کلنه ده، د جينکو د تعليم د يوې نړيوالې مبارزې په توګه پېژندل کيږي.


نوموړې تېره جولايي مياشت د خپلې زوکړې ورځ په نيويارک ښار کې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې له ۱۰۰۰ تنو ځوانو جينکو او هلکانو تر مينځ ولمانځله. ملالې په دغه موقع په خپله وينا کې وويل چې ورباندې شوې د طالبانو حملې د هغې په ژوند کې هيڅ بدلون نه دی راوستی. يوازې دا چې هغه ويره او نا هيلي چې مخکې يې لرله، ترې نه تللي دي.

ليکنه زياتوي، ملاله دا مهال د برتانيا په برمينګم ښار کې له خپل مور او پلار او دوو کشرانو ورڼو سره يو ځای ژوند کوي او ښوونځي ته ځي.

دا اونۍ هم د نوموړې په لاسو د ياد ښار د يوه سکول کتابتون يا لايبريري پرانيستل شوه، چې د مجلې له ليکنې سره سم، په اروپا کې د سکولونو تر ټولو لويه لايبريري ده.

ملالې د لايبريرۍ د پرانيستنې په مراسمو کې برخه اخيستونکيو کسانو ته په خپله وينا کې وويل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر ټولو غوره وسيله د تعليم حاصلول دي.

مجله کاږي، ملالې ته روانه اونۍ په هيګ ښار کې د ماشومانو له پاره د سولې نړيواله جايزه ورکړل شوه. حال دا چې د سږني کال د امن نوبل مډال له پاره نوموړې وار د مخه نومول شوې ده.
XS
SM
MD
LG