د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوهاټ کې دوه ځانمرګي بریدګر ووژل شول


کوهاټ د خیبر پښتونخوا بندوبستي سیمه ده چې پولې یې له دره آدم خیل، اورکزو اجنسۍ او ضلع هنګو سره لګیدلي دي.

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ ښار کې د ضلعي عدالت پر ودانۍ له پولیس سره د وسله والو په برید کې د دوو ځانمرګو بریدګرو په ګډون یو پولیس عسکر وژل شوي دي. او د یو پولیس سرباز په شمول اته تنه ولسي کسان ژوبل شوي دي.


کوهاټ د خیبر پښتونخوا بندوبستي سیمه ده چې پولې یې له دره آدم خیل، اورکزو اجنسۍ او ضلع هنګو سره لګیدلي دي.
د کوهاټ پولیس ویاند تنویر عاصم د مشال راډیو خبریال طارق اورکزي ته وویل، چې برید نن د دو شنبې پر سهار نژدې یولس نیمې بجې ځانمرګو بریدګرو غوښت چې د ضلعي عدالت ودانۍ ته ننوځي خو د ده په خبره خپل هدف ته تر رسیدو مخکې ووژل شول.

نوموړي زیاته کړه ( دواړه دهشتګردو برقعې اغوستې وې چې عدالت ته ننوځي خو پولیسو تر حملې مخکې پر سر وویشتي دي، او د هغوی خودکشه جېکټې نه دي چاودېدلې. تر حملې مخکې دوی پر پولیسو لومړی ډزې وکړې او بیا یې لاسي بمونه وویشتل خو پولیسو په جوابي کاروايي کې دواړه بریدګر ووژل، او د جیکټو له نه چاودېدو نقصان کم وشولو)

د تنویر عاصم په خبره چې علاقې ته د ایف سي او پولیس نوره نفري هم رسېدلې ده. او د نورو ممکنه بریدونو د مخنیوي لپاره امنیت سخت کړل شوی او په مختلیفو ځایونو کې له خلکو تلاشیانې اخیستل کېږي.

د دغه برید پړه ناقانوه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان پر خپل سراخیستې ده.

کوهاټ د خیبر پښتونخوا بندوبستي سیمه ده چې پولې یې له دره آدم خیل، اورکزو اجنسۍ او ضلع هنګو سره لګیدلي دي.

په سیمه کې تر د دې وړاندې د بمي چاودنو او ځانمرګو بریدونو په وجه یو شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG