د لاسرسي ځای

ممنون حسېن د نوي ولسمشر لوړه وکړه


د پاکستان نوی ولسمشر ممنون حسېن

د پاکستان نوی ولسمشر ممنون حسېن

آصف علي زرداري د پاکستان په تاریخ کې په لومړي ځل له جمهوري لارې د ټاکل شوي ولسمشر په توګه خپله پنځه کلنه قانوني موده سر ته ورسوله.

د پاکستان نوی ولسمشر ممنون حسېن نن پر دوشنبه د خپلې څوکۍ لوړه وکړه. ممنون حسېن یو کاروباري کس او د وزیراعظم نواز شریف ملګری دی.


نوموړی د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري پر ځای راغلی چې د پاکستان په تاریخ کې یې په لومړي ځل له جمهوري لارې د ټاکل شوي ولسمشر په توګه خپله پنځه کلنه قانوني موده سر ته ورسوله.

اصف علي زرداري پرون د یکشنبې (اتوار) پر ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې رخصت کړل شو.

تر دې وړاندې په پاکستان کې هېڅ یوه جمهوري ټاکل شوي ولسمشر خپله آیني موده نه ده پوره کړې، هغوی خو یا تر خپل وخت مخکې له واکه لرې کړل شوي، او یا هم جلا وطنه کړل شوي وو.

د پاکستان پپلز ګوند تر څنګ سیاست والو او د سیاسي چارو کارپوهانو د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري خپله آیني موده سر ته رسول په ملک کې د جمهوري ودې په لړ کې یو لویه لاس ته راوړنه بللې ده.
XS
SM
MD
LG