د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلې سیمو ته د پنجاب نه وسلوال ځي


پراګ: له امريکا خپرېدونکې د سالون نومې انټرنيټي مجلې په يوه ليکنه کې د څېړنکارانو په حواله ويل شوي چې، د پاکستان د پنجاب صوبې اورپکي دا مهال د دې له پاره تربيه کيږي چې د ۲۰۱۴ م کال نه وروسته، چې بهرني ځواکونه به له افغانستانه وتلي وي، په دغه هېواد کې پیلېدونکيو فرقه ييزه شخړو کې برخه واخلي.


مجلې د منصور محسود خبره راخيستې چې وايي، د تېرو دوو کلونو په موده کې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د پنجاب نه د ورغليو وسله والو شمېر درې چنده سېوا شوی، چې د نوموړي په خبره، زرګونو تنو ته رسيږي.

منصور محسود په اسلام اباد کې له قبايلي سيمو سره پر تړليو موضوعاتو د څېړنو يو مرکز چلوي.

نوموړی، چې خپله له جنوبي وزيرستانه دی، وايي په ټوله قبايلي سيمه کې دا مهال د اورپکو د يو سلو پنځوسو نه زياتې ډلې دي، چې زياتره يې په شمالي وزيرستان کې فعاله دي.

مجله کاږي، شمال وزيرستان د پاکستان هغه قبايلي سيمه ده چې امريکا ګمان کوي د القاعده مشر ايمن الظواهري په کې پټ دی. دغه راز افغان حکومت وايي چې يو ګڼ شمېر دښمنان يې په هم ياده سيمه کې پټن ځايونه لري.

د مجلې په ليکنه کې وړاندې راغلي، د پنجابي جنګياليو قبايلي سيمو ته تګ او دغلته د جګړې د تربيې اخيستو لړۍ له تېرې يوې مودې راهيسې روانه ده، خو زياتوي چې د دوئ د فعاليتونو مخه د پاکستان د ګاونډي او دښمن هېواد هند پلو وه.

منصور محسود يادې مجلې ته ويلي، په دې خبره هر سړی پوهيږي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم به په دغه هېواد کې د پښتنو او غير پښتنو قامونو تر مينځ جګړه پيليږي.

مجلې په پاکستان کې د ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې لښکر جنګوي د يوه مشر غړي احمد ضيا صديقي لخوا ايسوشي ايټېډ پريس اژانس ته کړې خبره راخيستې چې ويلي يې دي، موږ، لکه چې پخوا مو کړي، افغانستان ته به ځو او له طالبانو سره به اوږه په اوږه جنګيږو.

نوموړي اژانس ته زياته کړې چې طالبانو لا هم له دوئ څخه مرسته نه ده غوښتې خو د ده په خبره، پنجابي اورپکي د افغان طالبانو کمک ته هر وخت چمتو دي.

د مجلې له ليکنې سره سم، لښکر جنګوي په پاکستان کې تر ټولو فعاله او په وحشي کړنو کې لاس لرونکې وسله واله ډله ده. دا ډله ځانمرګي بريدګر تياروي او په وسيله يې په پاکستان او افغانستان کې ترهګر بريدونه کوي.

د مجلې په ليکنه کې ويل شوي، د پاکستان نوي منتخب حکومت ژمنه کړې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره يوه نوې تګ لاره جوړوي.

خو مجلې د څېړونکو په حواله بيا ويلي چې د پاکستان ولسي حکومت د ترهګرۍ ستونزې حلولو په برخه کې سياسي عزم او قوي اراده نه لري.
XS
SM
MD
LG