د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ميدان وردګو کې د ځانمرګو ډله ييز بريد ۲۰ تنه ژوبل کړي


نن غرمه په يوه بجه او پنځلس دقيقې د ميدان وردګو د ملي امنيت د رياست پر ودانۍ شپږو تنو ځانمرګو بريد کوونکيو ډله ييز بريد کړی دی، چې تر لنډې نښتې وروسته شپږ واړه بريد کوونکي وژل شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوګياڼی وایي، ځانمرګیو لومړی چاودنه وکړه او وروسته يې د ملي امنيت له سرتېرو سره نښته پيل کړه.

دی وايي، په نښته او چاودنه کې تر اوسه پورې شل تنه عام وګړي ژوبل شوي او د ملي امنيت څلور تنه سرتېري وژل شوي.

د پېښې مسووليت لا تر اوسه چا نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG