د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوپ فرانسس وايي په شام کې د سولې د ټینګښت لپاره یوه ورځ روژه نیسي


د نړۍ د رومن کاتولیکانو ستر مذهبي مشر پوپ فرانسس وايي چې په شام کې د سولې د ټینګښت لپاره یوه ورځ روژه نیسي.

د عیسوي او غیرعیسوي مذهبي ټولنو د مشرانو، سیاستوالو او عامو خلکو په ګډون لسګونه زره کسانو پرون ماښام د واتیکين په سنت پیترز چوک کې د دعا په هغو مراسمو کې برخه واخیسته چې پاپ یې مشري کوله او څلور ګيټي یې دوام وکړ.

د نړۍ په نورو برخو کې هم په کلیساګانو، جوماتونو او کنیسو کې دې ته ورته کوچنۍ غونډې په پام کې دي.

پاپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې واشنګټن، د اګسټ په ۲۱ دمشق ته نژدې د کیمیاوي وسلو د یوه برید په خاطر چې وايي له څوارلس سوو زیات کسان پکې ووژل شول، پر دمشق د ممکنه پوځي حملې په لټه کې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG