د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې به انتخابات نه ځنډول کیږي، ولسمشر کرزی


د افغانستان ولسمشرحامدکرزي ویلي ــــــ د کال ۲۰۱۴ م د انتخاباتو د مخنیوي هڅې د هيواد په ګټه نه دي.

د ولسمشر د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې انتخابات باید هرومرو ترسره شي. افغان ولسمشر دا څرګندونې پرون د افغانستان د ملي- اسلامي اتفاق او سوکالۍ د شورا له غړو سره په کتنه کې کړي. د دې شورا غړو له ښاغلي کرزي سره په کتنه کې د انتخاباتو د امنیت ټینګولو پر اړتیا ټینګار وکړ.


افغان ولسمشر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تېره اونۍ یو شمېر افغانانو د انتخاباتو د ځنډېدو غوښتنه وکړه. دوی په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې انتخابات دې د امنیتي ستونزو په خاطر تر ۲۰۱۸ کال پوري وځنډول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG