د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې یو خبریال د تښتولو او وهلو وروستو خوشې شوی


کراچی: په نیویارک کې د خبریالانو د تحفظ لپاره کارکونکي تنظیم کمیټي ټو پروټیکټ جرنلسټس یا سي پي جی لخوا تېره ورځ په خپره شوې اعلامیه کې په کراچۍ کې د خبریال علي چشتي د تښتولو وروسته د وهلو او ټکولو په پېښه د تشویش څرګندونه شوې ده .


ددغې تنظیم د ایشیا د څانګې مرستیال بوب ډیټز ویلي دي،هغه خلک چې خبریال علي چشتي یې نیولې،وهلې او تر یوې شپې پورې یې د ځان سره ساتلی وو، هغوي ته دې سزا ورکړل شي .

نوموړي د وزیراعظم نوازشریف له حکومته غوښتي دي چې د خبریالانو د تحفظ لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي . په بیان کې ویل شوي دي خبریالانو ته د تحفظ په لړ کې د پاکستان ریکارډ سم نه دی او په دغه هیواد کې ځینې وخت خبریالان تښتول کیږي،وهل کیږي او تردې چې ځینې یې وژل کیږي.

په پاکستان کې د خبریالانو یو تنظیم پاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټس هم د علي چشتي سره په ترسره شوي سلوک د خفګان څرګندونه کړې ده . د یاد ګوند یو چارواکي پرویز شوکت په دې اړه له مشال ریډیو سره د خالي په ورځ په خبرو کې وویل
(( ددې پېښې پر ضد زمونږ تنظیم پي ایف یو جی له اړخه نه یوازې په پاکستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې د خبریالانو سره د رامنځته کیدونکو په داسې پیښو غبرګون او احتجاج کوو، او دا به جاري وي . د پاکستان له نوي حکومته امید لرو او لکه څنګه چې نوي حکومت فیصله کړې ده، د دترهګرۍ پر ضد به ګامونه پورته کوي،په دې لړ کې خبریالان هم له مختلفو ترهګرو ډلو له ګواښونو سره مخ دي او هیله لرو چې نوی حکومت به خبریالانو ته تحفظ په خپلو اولینو ترجیحاتو کې شامل کړي ))

پرویز شوکت زیاته کړه په پاکستان کې د امنیت له خراب صورتحال څخه خبریالان هم اغیزمن شوي دي او د ځینو ډلو لخوا ګواښونه خبریالانو ته په خپل مسلکې کار ترسره کولو کې خنډونه او ستونزې پېښوي .
یاده دې وي خبریال علي چشتي د پاکستان د انګریزۍ ژبې مجلې فرایډی ټایمز سره د خبریال په توګه کار کوي . هغه زیاتره لیکنې د پاکستان په قامي امنیت او ترهګرۍ په موضوعاتو کوي .

نوموړی د جمعې په شپه د کراچۍ څخه تښتول شوی و، او روسته د یوې شپې له بند تېرولو راخوشی شو.

نوموړي د خوشي کیدو روسته رسنیو ته ویلي و چې هغه لمړی پولیسو په ګاډي کې وړې و او بیا یې په ساده جامو کې ملبوسو کسانو ته سپارلی و، دغو کسانو یاد خبریال د وهلو ټکولو روسته خوشې کړې و .

د کراچۍ پولیس چارواکو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي .
په تیرو دوه اونیو کې په کراچۍ کې د خبریالانو د تشدد سره اړونده دویمه پېښه ده چې رامنځته کیږي . د تېرې میاشتې په ۲۱ نیټه د کراچۍ له سرجاني ټاون څخه خبریال عبدالرزاق بلوچ مړی موندل شوی دی . نوموړی اردو او بلوچي ورځپاڼي توار ایډیټر و. هغه څه موده مخکې د نامالومه کسانو لخوا د کراچۍ له لیارۍ سېمې څخه بې درکه شوې و چې روستو یې بیا مړی وموندل شو.

په ۲۰۱۱ کال کې پښتون خبریال ولي خان بابر د ښار په لیاقت اباد سیمه کې نامالومه وسله والو وژلي و.

د خبریالاتو د تحفظ لپاره کارکونکي تنظیم سي پي جی په پاکستان کې د خبریالانو په اړه په خپاره شوي یو رپورټ کې ویلي ،په دغه هیواد کې د تیرو لسو کلونو په موده کې د وژل شوي کوم خبریال نه خو د وژلو په اړه پلټنې بشپړې شوي او نه په دې لړ کې چاته څه سزا اورول شوي ده .

XS
SM
MD
LG