د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو پيښور سره نيزدې اته کسان وژلي


پیښور سره نیزدی کوهاټ روډ باندې متنو سیمه کې بیګا د شپی ناوخته د نامعلومه وسله والوپه ډزو کې ۸ تنه وژل شوي دي.


د پوليسو په وينا بيګا په څو ګاډو کې ناستو وسله والو په ګلزار چوک کې ناڅاپه لومړی ډزې او بيا يې د لاسي بمونو بريد وکړ.

له بريد وروسته ځايي امن لښکرو د وسله والو سره جنګ کړی. د متنو امن د لښکر مشر، درويش نن مشال ريډيو ته وويل چې بريدکوونکي تر شپيتو کسانو پورې وو او د دوی په ډزو کې د وسله والو ځينو کسان وژل شوي او زخميان شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړه چې وسله وال بريالي شوي چې خپل وژل شوي او ژوبل شوي ملګري د ځان سره بوځي.

لا تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې بريد ذمه واري نه ده منلي.
XS
SM
MD
LG