د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د امنیت شورا یرغماله کړې ده: امریکا



د ملګرو ملتونو له پاره د امریکا سفیرې سهاتنا پاور په روس تور لګولی دی چې د شامي بحران په اړه یې د امنیت شورا یرغمال کړی دی.

پاور د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د زیارت په ورځ خبریالانو ته وویل چې دوه کاله مخکې په شام کې د بحران تر راتلو وروسته روس د شام پر ضد د امنیت شورا د کارروايۍ خلاف په مسلسل ډول د خپل ویټو حق استعمال کړی دی او یا ېې د یاد کونسل بیانونه ودرولي دي. هغې وویل:

((په امنیت شورا کې زموږ د همکارانو او له روسي ملګرو سره له رابطو موږ ته داسې هیڅ نه ښکاري چې ورسره پر امیده شو. او بې شک موږ د ولسمشر پوټين په خبرو کې هم داسې هیڅ نه دي لیدلي چې دا و ښيي چې د امنیت پر شورا کې د مخکې تللو یوه لاره موجوده ده.))

پاور په دې وروستیو کې د روس د ولسمشر ولاډمیر پوټين په هغه بیانونو شکونه او شبهات و ښودل روس په هغه صورت کې د شام پر ضد د پوځي کارروایي د ملاتړ خبره نه ردوي که چېرې دا ثابته شي چې د بشارالاسد رژیم په ۲۱م اګست د دمشق سره نږدی د کیمیايي وسلې په برید کې لاس لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG