د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې۱۰ تنه وسله وال طالبان مړه او ټپيان شول


غزني: نن د جمعې په سهار وختي په دغه ولايت کې د طالبانو او پوليسو تر منځ نښته شوې، چې په خبره يې، پکې۱۰تنو طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني سيمه‌ييز چارواکي نن د جمعې په سهار وختي په دغه ولايت کې د طالبانو او پوليسو تر منځ نښته شوې، چې په خبره يې، پکې لسو تنو طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


دوی وايي طالبانو تر نښته وړاندې لومړی د سيمه ييزو پوليسو پر يوه پوسته بريد کړی وو.

نښته نن سهار وختي د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو له يوې پوستې سره شوې، چې پکې د چارواکيو په خبره، شپږ تنه طالبان وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، طالبانو سهار وختي د دغې ولسوالۍ په ابراهيم خېلو سيمه کې د سيمه‌ييزو پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړ، خو وايي، د بريد له پيل سره سم، سيمې ته د طالبانو پر ضد پاڅون کوونکي هم رسېدلي، چې بيا وروسته د دواړو غاړو تر منځ نښته شوې ده.

دی وايي، نښته تر لنډ ځنډ وروسته پای ته رسېدلې او د وسله والو ځينې وسلې او يو جسد هم د جګړې په ميدان کې پاتې شوی دی.

"د ملا د اذانو پر مهال په څلور بجې د هېواد د خاورې مخالفينو د ابراهيم خېلو پر پوسته حمله وکړه، چې پوليسو ورسره کلکه مقابله وکړه. په نښته کې شپږ تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوبل دي. د جګړې په ميدان کې د وسله والو يو مېل پيکا، ځينې وسلې او يو جسد هم پاتې دي."

دېسيوال وايي، په نښته کې سيمه‌ييزو پوليسو او پاڅون کوونکيو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.

طالبانو لا تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

وړمه ورځ د اندړو ولسوالۍ په عبدالرحيم کلي کې يو نوي کلن ديني عالم هم، له دوو زامنو سره په خپل کور کې وژل شوی وو، چې د وژلو مسووليت يې طالبانو ومانه.
XS
SM
MD
LG