د لاسرسي ځای


د خوست ولايت د ملي امنيت رياست چارواکي وايي، چې د نوموړي ولایت په مربوطاتو کې يې د تېرې یوې اونۍ په موده کې ۸ وسلوال نیولي، چې پنځه تنه يې ځانمرګي بریدګر ول.


هغه خبرپاڼه چې د خوست ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر له لوري مشال راډیو ته رسیدلې، د یاد ولایت د ملي امنیت رئیس جنرال عبدالواسع احمدزي له قوله ویل شوي، چې درې ځانوژونکو کسانو له مخکې د پولي په اخوا کې د ځانمرګي بریدونو له پاره روزنه موندلې وه، چې په خوست کې د ملي امنیت د موظفینو له خوا لاس په لاس ونیول شول، همدارنګه دوه کسانو نورو چې غوښتل یې، د ځانمرګو بریدونو د زده کړې له پاره له پولي اخوا ولاړ شي، د ملي امنیت د سرتیرو له خوا د خوست ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

د جنرال احمدزي په خبره اتو واړو وسلوالو په لومړنیو تحقیقاتو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې څارګرې ادارې هغه کس هم نیولی، چې د چارشنبې په ورځ يې په خوست ښار پر یوه سلماني خانه له دې کبله د لاسي بم برید وکړ، چې د افغان سرتیرو د سر او ګېرې ويښتان يې اصلاح کول.

د یادونې وړ ده په دې وروستیو کې په خوست ښار او اطرافو کې د افغان سرتیرو له خوا داسې مهال د تلاشۍ عملیات او امنیتي تدابیر ډېر شوي، چې د تېره میاشت په خوست کې د یو شمېر هدفي وژنو له کبله خلکو سره امنیتي اندیښنې پیدا شوې وې.
XS
SM
MD
LG