د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو ښوونځي، او د زده کوونکو اندېښنې


پراګ - د تېرو څو کلونو راهیسې قبایلي سیمې د ترهه ګرۍ سره مخ دي چې له وجې یې نه یوازې دځايي خلکو همروزه ژوند د خطرونو او مشکلاتو سره مخ دې بلکه د وسله والو لخوا دسیمې تعلیمي ادارې د ورانولې لړۍ د قبایلي ولس سباوون هم د خطر سره مخ کړې دې. د سرکاري شمیرو ترمخه په سیمه کې وسله والو تردې دمه په سلګونو سکولونه ړنګ کړی دي.


د فاټا سیکټریت دتعلیم د څانګې مشر هاشم خان د تبا شوي سکولونو دشمیر او دهغې د بیا جوړولو په هکله وايي:

((په قبایلي سیمه کې ۴۸۱ سکولونه په مکمله توګه تباه شوي دي، په دې کې د ۲۰۰ سکولونو د بیا جوړولو کار روان دې چې پکې ۷۷ سکولونه مکمل جوړ شوي دي. او په کار کیږي.))

هاشم خان وايي په قبایلي سیمو کې تر ټولو ډېر یعنې ۱۱۹ سکولونه مهمند ایجنسۍ کې تباه کړې شوي دي.

په کوزه مهمند ایجنسۍ کې د یو وران شوي سکول یو ماشوم وايي:

((موږ سهار را اووتلو چې ومو کتل د سکول بس الوتې وو. موږ ډېر خپه شو. په استاذانو هم خپه وو او په وړو هم خپه شو. کتابونه مو ترې را و ایستل، کرسۍ او نور سامان پکې خراب شوې وو اوس په ټاټونو ناست یو، بس ښه مشکل حالات دي خو څه وکړو.))

ددې سکول یو استاذ وايي حکومت ورته په عارضي توګه د سکول لپاره خیمې ورکړې وې خو هغه هم وسله والو وسوځولې اوس د شنه اسمان لاندې ماشومانو ته تعلیم ورکوي
دهغې نه پس هم مونږ ته حکومت هر څه راکوي، کرسۍ، میزونه او بورډونه، خو زمونږ حالات داسې دي چې دلته پرې بیا څه اوکړو، کوم خوا ته یې یوسو. چې باران راشي نو یا دونو لاندې کیږي او یا بیا واړه چهټي کړو او مونږ په هغه لرې ټیوب ویل کې سوري ته شو.


بلخوا هاشم خان وايي، دوي د تباه شوی سکولونو لپاره ډېر بجټ نه لری خو دنړیوالو مرستندویه ادارو په مټ یوازې هغه سیمو کې تبا شوي سکولونه بیا جوړوي چې کوم ځایې امن وي.

ددې سکولونو بیا جوړولو کې مونږ سره نړیوالې امدادي ادارې مرسته کوي. ما چې کوم ۷۷ سکولونه یاد کړل دې کې هم راسره مرستندویه ادارو ډېر لاس کړې دې ګني مونږ سره دومره فنډ نشته. خو دا سلسله ښه په کامیابۍ روانه او انشاءالله ټول سکولونه به بیا جوړ شي.

که یوې خواته حکومت د سکولونو بیا جوړولو کلکه اراده لري نوبلې خواته ددې سکولونو ماشومان وايي دوي به په هر حال کې د تعلیم او رڼا ترلاسه کولو سلسله جاري ساتي او هم دغه د قبایلي ولس د روښانه سباوون زېری دی.
  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG