د لاسرسي ځای

که خبرې بریالۍ نه شي، عملیات په کار دي: شنونکي


اسلام اباد - د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ویلي، په راتلونکو څو ورځو کې به حکومت له وسله والو طالبانو سره د خبرو یا د هغوی پر ضد پوځي عملیاتو په اړه یو اعلان وکړي.


نوموړي دا څرګندونې، د پنجشنبې پر ورځ په کراچۍ کې له خبریالانو سره د خبرو پر وخت کړې دي.

په دې وروستیو کې وزیر اعظم نواز شریف هم ولس ته په وینا کې له وسله والو طالبانو سره د خبرو یا له بلې لار د دې مسلې د هواري ذکر کړی وو.

په پاکستان کې د سیاسي او پوځي مشرتابه ترمنځ په یوې غونډه کې هم په دې اړه بحث شوی دی.

د حکومت له خوا د امنیت ټینګښت او له وسله والو سره د خبرو یا د هغوی پر ضد د عملیاتو په اړه د دفاعي چارو پوه او پخوانی پوځي برېګېډییر سعد محمد خان وايي:

((که دا ومنو چې څه نا څه خبرې [اوس هم] روانې دي، او حکومت یې په ډاګه کوي نه. خو په اصولي توګه د دې عمل [ملاتړ] کول په کار دی. دا ځکه چې د ټوپک زور که د مزاحمت پلو وي او که د حکومت پلو ته وي، نو د ټوپک په زور یوه مسله هم نه هوارېږي. بلکې دا مسلې نورې هم کړکېچنې کوي. نو زما په خیال که حکومت د ټوپک او قوت کارونې پر ځای د مذاکراتو خوا ته زیاته توجه ورکړي، نو دا به ډېره ښه وي. ځکه که موږ لږ پر تېر وخت نظر واچوو نو یوه مسله هم د وسلې په زور نه ده هواره شوې.))

برېګېډییر سعد وویل، د سولې له عمله خلکو خپلې ګټې تر لاسه کړې دي او حکومت ته یې نورې ستونزې هم ورپېښې کړې دي.

د سیمه ییزو چارو پوه ډاکتر خادم حسین وايي، لومړی خو حکومت ته په کار ده چې د یوې مضبوطې کړنلار تر مخې له وسله والو سره خبرې پیل کړي او که چېرې مذاکرات دا مسله هواره نه کړي نو بیا یوازینې لار یې پر ضد عملیات دي.

دی وايي، عملیات باید زیاتره د استخباراتي نظام په ذریعه وکړل شي ځکه چې په دې کې زیاته درنه وسله هم نه کارول کېږي.

دی زیاتوي، داسې محدود او په نښې سم عملیات به زیات خلک هم بې کوره نه کړي.
XS
SM
MD
LG