د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزي ته لیک: په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضیعت


سرچینه: هیومن رایټس واچ
ژباړه: احمد شاه اعظمي


د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې (هيومن رايټس واچ) افغان ولسمشر حامد کرزي ته په ليکل شوي خط کې دوه موضوعات څېړلي دي چې يو يې د ماشوموالي ودونه او دویم يې په کور کې دننه پر ښځو تشدد دی.


پر ۱۵ پاڼو ليکل شوي دغه خط کې له ولسمشر کرزي غوښتنه وې چې د ولسمشرۍ د خپلې مودې په وروستي کال کې دي د ښځو په ضد د تشدد د مخنيوي د ۲۰۰۹م کال قانون په بشپړه توګه او جدي ډول عملي کړي ځکه چې دغه قانون په ماشومتوب کې د نجونو د ودولو او د کورنۍ له خوا پر ښځو له تشدد څخه ساتنه کوي.

د دې قانون له مخې د ښځو پر ځورولو چې کورنی تشدد او د ماشوموالي ودونه په کې شامل دي، عاملينو ته يې سختي سزاګاني ټاکل شوي دي.

په افغانستان کې د نجونو په ماشومتوب کې ودېدل ډېر عام دي چې له کبله يې په دې هيواد کې د زوکړي پر وخت د مور او ماشوم د مړيني کچه هم لوړه شوې ده.

په ۲۰۱۰م کال کې د افغانستان د عامي روغتيا د سروې له مخې ۵۳ فيصده نجونې د ۱۸ کالونو په عمر کې واده شوي دي. بله خوا ۱۲ فيصده نجونې له ۱۵ څخه تر نولو کلونو په عمر کې حامله شوي او ماشومان يې زېږولي دي.

دا ډول په افغانستان کې د ۴۷ فيصده ښځو مړينه چې عمرونه يې د ۲۰ او ۲۴ کالونو په منځ کې دي د حامله حالت له کبله شوې ده. د دې سربېره د کم عمره نجونو پيدا شوي ماشومان هم د نورو ماشومانو په پرتله کمزوري وي او د مړه کېدو چانس يې ډېر وي.

په ليک کې غوښتنه شوې چې افغان حکومت دي د ماشومتوب له ودونو څخه د کېدونکو زيانونو مخه ونيسي.

د بشري حقونو د څار د نړيوالې ادارې له خوا ولسمشر کرزي ته په لېږدول شوي ليک کې راغلي چې په افغانستان کې کورنی تشدد عام دی او په ۲۰۰۶م کال کې د يو سروې تر مخه د دغه هيواد ۸۵ فيصده ښځو د جسماني، جنسي يا نفسياتي تشدد او يا په زوره د ودېدو شکايتونه کړي دي.

د يوې اندازې له مخې په افغانستان کې هر کال ۲۰۰۰ ښځې د اور له لارې ځان وژني چې لوی سبب يې د کورنۍ له خوا تشدد او يا په زوره ودونه دي.

يادي ادارې په ليک کې پر ولسمشر کرزي غږ کړی چې د کورني تشدد او په ماشوموالي کې د نجونو د ودېدو د مخنيوي لپاره دي د پوهاوي کمپاين وچلوي او د هلکانو او نجونو د ودو لپاره دي لږ تر لږه د اتلس کلونو د عمر قانون جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG