د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: کوچیان د پوهنې او روغتیا اسانتیاوې غواړي



په خوست کې د کوچیانو یو شمېر مشران وايي، چې خلک یې تر اوسه هم د زده کړو، روغتیا او د څښاک اوبو په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.


دوی وايي که چیرې افغان حکومت او مرستندویه موسسې ورسره په دې برخو کې مرسته وکړي، نو کوچي قومونه د ټولګټو پروژو په ساتنه کې همکارۍ ته تیار دي.

د خوست ولایت په ګڼو سیمو په ځانګړي ډول د پولي په اوږدو کې کوچیان په کیږدیو او یو شمېر خامو کوټو کې استوګنه لري، ډیری کوچیان تر اوسه د تعلیم، څښاک اوبو او روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې دي، د کوچیانو مشران وايي، چې افغان حکومت او د نړیوالې ټولنې مرستندویه ادارو د نوموړو قومونو د ټولنیز ژوندانه د ښه والي او د دوی د نوي نسل د روزنې له پاره د مناسبو شرایطو په برابرولو کې پوره مرسته نه ده کړې.

د کوچیانو مشران زیاتوي، که چیرې حکومت دوی له پاره ښوونځي، روغتیايي کلینکونه، سړکونه او نور ټولګټي تاسیسات جوړ کړي، نو دوی چمتو دي چې د خپلو قومي جوړښتونو په واسطه د یادو تاسیساتو په ساتنه او رغونه کې له حکومت سره لازمه همکاري وکړي.

قومي مشر ګل مرجان فاروق زوی مشال راډیو ته وايي، که چیرې د کوچي قومونو ماشومانو او ځوانانو ته د تعلیم له پاره وړ شرایط برابر شي، نو د دوی په سیمو کې یو شمېر شته ستونزې په خپله له منځه ځي:

((د مکتب، د کلینیک او د افغانستان د جوړولو له پاره او دې له پاره چې څرنګه کولای شو په افغانستان کې د سولې او امنیت سره مرسته وکړو، فکر کوم د تعلیم عام کول یې ښه لاره ده، په دې اړه زموږ یوازینۍ هیله او غوښتنه دا ده، چې دا ټولې ناخوالې، ستونزې او شته مشکلات په تعلیم باندې حل کړو، نو د همدې کار له پاره باید د کوچي قومونو د ماشومانو او ځوانانو تعلیم ته توجه وشي.))

د کوچي قومونو یو بل تن مشر حاجي بهرام نیازي مشال راډیو ته وویل، چې حکومت د ځايي خلکو په شان کوچیانو ته پام نه کوي، نوموړی په ځانګړي ډول د ښوونځیو یادونه کوي او زیاتوي، چې دوی تیار دي په خپلو سیمو کې د ټولګټو پروژو په ساتنه کې مرسته وکړي:

((حکومت لکه څرنګه چې ځايي خلک نازوي په هغه ډول يې کوچیان نه دي نازولي، لکه څرنګه چې ځايي خلکو ته امتیازات ورکوي، باید په هماغه ډول کوچیانو ته هم امتیازات ورکړل شي، ښوونځي نه لرو، که کوم ځای کې وي، نو دوې خیمې به يې درولي وي، هغه به وي، خو د تعلیم سویه زموږه ډېره ټیټه ده، د دولت سره موږ بې بوټه عسکر یو، په سرحدو کې پراته یو، تنخوا نه لرو، بې تنخوا عسکر یو، بې تنخوا موږه له حکومت سره همکاري کړې ده، اوس يې کوو او مخکې مو هم کړې ده.))

بلخوا د کوچیانو د چارو مشر حبیب الله وايي، چې په دې وروستیو کې د کوچیانو له پاره یو شمېر برنامې په پام کې نیول شوي دي، او د دې له پاره چې د کوچیانو غوښتنې منظمې منعکسې شي، او د کوچیانو سره په اړیکو کې پراختوب رامنځته شي، د کوچي قومونو د مشرانو څخه يې درویشت کسیزه شورا جوړه کړې، چې هغوی د خپلو سیمو او میلو اړتیاوي له دوی او ځايي ادارې سره شریکوي:

((موږ خو اول په اول درویشت کسیزه شورا جوړه کړه، چې په هغه شورا کې د هر قوم نماینده په کې دی، دا شورا دې له پاره جوړه ده، چې د حکومت او کوچیانو ترمنځ اړیکې ټینګې وي، او د دوی ټولې غوښتنې منظمې عملي شي.))

د خوست ولایت د مطبوعاتي دفتر مشر مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو سره په خبرو کې د کوچي قومونو یو شمېر ستونزې او اړتیاوې پر ځای بولي، خو وايي چې کوچیان تل د ځايي ادارې په پام کې دي او په پر له پسې ډول د کوچیانو د تعلیم، روغتیا او نورو ټولنیزو اړتیاوو د پوره کولو له پاره هڅې کوي:

((کوچیان هم د نورو هېوادوالو په څېر هم د روغتیا په برخه کې، هم د ښوونې او روزنې په برخه کې او هم په هغو نورو ټولو ټولنیزو برخو کې چې په ژوند کې موجودې دي،اړتیاوې ورته لري. حکومت او ځايي اداره به د دوی غوښتنو ته رسیده ګي وکړي او دوی به له خپلو مشروع حقونو برخمن کړي، بلخوا ځايي ادارې هم په تېر کې او هم په اوس کې د کوچیانو د ښوونې روزنې، روغتیا او نورو برخو له پاره ډېرې هلې ځلې په پام کې لري او ترسره کړی يې دي، تاسو په جریان کې یاست چې د کوچیانو له پاره په مستربل سیمه په ګڼ ډول میشت دي، دوی يې د ښوونې او روزنې له اسانتیاوو څخه برخمن کړي دي، بیا هم ولایتي اداره هڅه کوي، چې د هغه پلان له مخې چې دوی له پاره ترتیب شوی، ټولې هغه پروژې تطبیق کړي، چې دوی ته پام کې نیول شوي دي پلي کړي.))

د یادونې وړ ده د خوست کوچي قومونه داسې مهال د یو شمېر ټولنیزو اړتیاوو، پوهنې او روغتیا په برخو کې حکومت څخه د پاملرنې غوښتنې کوي، چې په ځینو ولایتونو کې د ځايي خلکو او کوچیانو تر منځ د دښتو، څړځایونو او غرونو پر سر دعوې او لانجې موجودې دي.
XS
SM
MD
LG