د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې ۱۵ طالبان ووژل شول


د افغانستان د غزني ولايت چارواکي وايي، چې د تېرې چارشنبې په ورځ د طالبانو پرضد د ګډو ځواکونو لخوا په عملياتو کې پنځلس طالبان وژل شوي دي.


افغان چارواکو پرون مشال راډیو ته وویل چې دغه عمليات د اب بند ولسوالۍ په دالانګي او بازګي سيمو کې د اسامه په نامه د وسله والو د يو ګروپ پرضد شوي دي.
د اب بند ولسوال الله داد حليمي زياتوي:

"چې په مجموعي توګه ټول پنځلس تنه وسله وال وژل شوي چې، د يو قومندان په ګډون څلور په کې افغانان او پاتې نور يې، پنجابيان او وزير دي."

حليمي وايي، د وژلو شويو کسانو جسدونه له پوليسو سره پاتي دي، چې په يوه باندې په کې د ازبک شک کېږي. خو لا هم ډاډه نه دي، چې ازبک او که د کومې بلې سيمې اوسېدونکی دی.
طالبان بيا دغې مرګ اوښتي ژوبله کمه ښایي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG