د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې ګډ عملیات، ۱۵ وسله وال وژل شوي: چارواکي


غزني - د افغانستان غزني سيمه ييز چارواکي وايي، د چارشنبې پر ورځ د دغه ولايت په اب بند ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د طالبانو پر ضد عمليات کړي دي، چې په کې د يوه ګروپ ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي دي.


دوی وايي، دغه عمليات د اب بند ولسوالۍ په دالانګي او بازګي سيمو کې د اسامه په نامه د وسله والو د يو ګروپ پر ضد شوي دي.

د اب بند ولسوال الله داد حليمي وايي، په وژلو شويو وسله والو کې د اسامه په نامه د طالبانو قومندان او درې نور افغان طالبان شامل دي، خو پاتې نور ټول پاکستانيان بولي.

دی وايي، په عملياتو کې سرتېرو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.

((په عملياتو کې بهرنيو او افغان ځانګړو ځواکونو، ملي پوليسو او سيمه ييزو پوليسو برخه اخيستې وه، چې په کې د حامد په نامه د طالبانو د يو قومندان، چې په اسامه مشهور وو، ګروپ يې په بشپړه توګه ختم شوی دی. په مجموعي توګه ټول ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي چې، د قومندان په ګډون څلور په کې افغانان او پاتې نور يې، پنجابيان او وزير دي.))

حليمي وايي، د وژلو شويو کسانو جسدونه له پوليسو سره پاتي دي، چې په يوه باندې په کې د ازبک شک کېږي. خو لا هم ډاډه نه دي، چې ازبک او که د کومې بلې سيمې اوسېدونکی دی.

خو طالبان بيا خپلې غاړې ته ور اوښتې مرګ ژوبله کمه ښيي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، وايي، ملګرو يې په اب بند ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي، شپږ پوليس يې وژلي او درې پوستې يې ورڅخه نيولې دي، چې وروسته بيا هوايي ځواک د پوليسو مرستې ته ورغلی او په هوايي بمباريو کې يې پنځه تنه طالبان وژلي دي.
XS
SM
MD
LG