د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتيا کې زندانيان، له ستونزو سره مخامخ دي


د پکتيا په زندان کې پراته زندانيان له ځينې ستونزو سره مخامخ دي وايي چې اطاقونه يې د کمو کسانو ظرفيت لري ډېر په کې ساتل کيږي او په خبره يې د پاکو اوبو کموالی يې تر ټولو لويه ستونزه ده.


په پکتيا ولايت کې چې دا مهال نږدې څلورسوه کسه د بېلابېلو جرمونو په اساس په محبس کې پراته دي شکايت کوي چې دوي له ستونزو سره مخ دي.

دغه زندانيان د ځای تنګوالی د اوبو کموالی دوه هغه لويې ستونزې ګڼي چې له وجې يې دوی ته نور مشکلات هم پيدا شوي دي او په ناروغيو اخته شوي.

زندانيان وايي دوی په هغو اطاقونو کې شل او يا له دې زيات کسان ژوند کوي چې د اتو او يا لسو کسانو ظرفيت لري او د همدومره تعداد له پاره امکانات لري، د څو تنو زندانيانو له خولې يې اورو :

” د ودانۍ ستونزه چې موږ په اطاق کې شل کسه ژوند کو او هغه د لسو کسو اطاق دی که نورې ستونزې وي هغه له موږ سره د محبس مامورين حل کوي“

” زما نوم مولي حبيب الرحمن، په محبس کې خو نورې ستونزې نشته دا اطاقونه چې دي د لسو کسو له پاره دي شل کسه په کې پراته يو دلته پينځه دوه کسي چپرکټه دي چې کسان پکې شته او دا نور د چپرکټونو لاندې پراته وي.“

” دغه مشکل دي تعمير وړوکې دی اوبه په نشت کې حساب دي،جومات ته نه شو تلی بعضې مشکل چې د بنديانو په منځ کې پېښ شي بيا موږ ټولو پسې دروازې بندوي، له تلې نه يو خبر خو دا شيان رارسيږي چې ويې خورو “

” موږ د باندې نه پريږدي او موږ تګ ته ضرورت لرو، ځکه زه دا شپږ مياشتې کيږي چې مريض يم، دلته دوه کسه مشکل جوړ کړي بيا موږ ټول د باندې نه پريږدي، هغه دې وباسي او لاندې دې يې چېرې وتړي، خو زموږ چاره دي وکړي زموږ مريضي سخته ده، پاکې اوبه نشته، خوراک کې مشکل وي “

دغه زندانيان وايي، چې په اطاقونو کې د کسانو زياتوالي له وجې يې ډېرو کسانو ته ناروغۍ پيدا شوې او غوښتنه کوي چې د محبث ولايتي او مرکزي اداره يې د زندان د ستونزو هوارولو له پاره لاس په کار شي.

د دغو زندانيانو شکايتونه او ستونزې د پکتيا ولايت د محبث مدير ډګروال محمد ظاهر هم مني وايي چې د اطاقونو په برخه کې دوی شته مشکلات له کورنيو چارو وزارت او د محبثونو له مرکزي ادارې سره شريکې کړې دي او په نږدې راتلونکي کې يې د حل لارو په تمه دي :

” يوازې يوازې چې موږ ستونزه لرو هغه د دوی اطاقونه دي چې په دې برخه کې يو څه تکليف شته، موږ بار بار له مرکزي دولت څخه غوښتي دي چې دا کار وشي موږ فيشنهادونه کړي دي او په دې برخه کې به په نږدې راتلونکي کې اقدام وشي او د پاکو اوبو په برخه کې هم د دوی ستونزه په پام کې نيول شوې“

زندانيان په داسې حال کې د ځای د تنګوالي، اوبو کموالی او د ژوند د لازمو اسانتياو د نشتوالي شکايت کوي چې د سيمې خلک وايي ډېر کسان په دې زندان کې شته چې له څو کلونو راهيسې په زندان کې پرته له کوم جرمه پراته دي.

راپور – داود تپان
XS
SM
MD
LG