د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړيان له حکومت نه د خپلو ځمکو قيمت غواړي


له تيرو لسو کلونو راهيسې چې د کونړ ولايت په بيلابيلو ولسواليو کې بهرنيو ځواکونو د خلکو په شخصي ځمکو نظامي مرکزونه جوړ کړي.

د تيرو لسو کلونو راهيسې چې د کونړ ولايت په بيلابيلو ولسواليو کې بهرنيو ځواکونو د خلکو په شخصي ځمکو نظامي مرکزونه جوړ کړي ول خو اوس چې له کونړ څخه بهرني ځواکونه وتلي، خپل مرکزونه يې د ملي اردو قطعاتو ته سپارلي، د حمکو خاوندان وايي چې حکومت دې ورته د ځمکو په بدل کې پيسې ورکړي او يا دې ورته خپلې ځمکې پريږدي


د کونړ ولايت يو شمير اوسيدونکي شکايت کوي چې د دوی په ځمکو چې ايتلافي ځواکونو په تيرو لسو کلونو کې نظامي مرکزونه جوړ کړي ول، اوس يې د ملي اردو ځواکونو ته سپارلي. دوی له حکومت نه غواړي چې يا دې ورته خپلې ځمکې ورکړی او يا دې ورته قيمت ادا کړي. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( نوم مې ګل محمد خان دی، د وټه پور ولسوالۍ نه خبرې کوم. دغه امريکايانو چې زموږه کومې ځمکې نيولی دي، زمونږه د هر سړي يو يو پټی دی. نو دا له موږ سره ظلم دی او له موږ سره ډیر زیاتی دی. هيڅوک يې پيسې نه راکوي.))

(( زما نوم روح الامين د وټه پور د شګي پور د کلي اوسيدونکي يم. نه حکومت پيسې راکړې، او نه خارجي قوتونو پيسې راکړې او نه يې راله ځمکه راکړه. وزارت دفاع ته تللي، هغوی راته ځواب راکړو ويل يې چا چې درنه نيولې له هغو يې وغواړېء. موږ ته يې ويلې چې ځمکه درنه امريکايانو نيولې يا ترې پيسې واخلېء او يا ترې خپله ځمکه وغواړیء.))

د خلکو د غوښتنې په وړاندې د کونړ والي شحاع المک وايي، هڅه يې پيل کړی چې د خلکو دغه ستونزه د دفاع وزارت له چارواکو سره شريکه کړي او د حل يو لاره ورته راوباسي.

(( دا خو زموږ د خلکو نه هم ډيرې سهوې شوې وې، ولې چې امريکايانو ورته په اول سر کې ډيرې پيسې وښودې. د اجارې په شکل بس هر سړی داوطلبانه ورتلو چې هله زما ځمکه ونيسه. مخکې د ايتلافي قواوو په لاس کې وه اوس د اردو ملی په لاس کې دي. هغو ځمکو باندې تقريباٌ دوه دوه او درې درې ميتره جغل او شګې ور ارتولي دي. موږ له وزارت دفاع سره په تماس کې يو چې د ولسونو د ځمکو اجاره دې ورکړل شي. ځکه چې هغه ځمکې چې امريکايانو د بيزونو لپاره نيولې وې، هغه اوس د اردو ملي لپاره ډيرې زياتې دي، نو موږ کوشش په دې کې کوو، د وکالت په وخت کې مو هم کړی او اوس به هم کوشش کوو.))

د ځمکو مالکان وايي، د تيرو څو کلونو راهيسې د کونړ ولايت د بيلابيلو ولسواليو اوسيدونکو د ايتلافي ځواکونو له خوا د نيول شوې ځمکې د خوشې کولو او د قيمت ادا کولو غوښتنه له ايتلافي ځواکونو او حکومت نه کړې خو تر اوسه يې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ويل شوی.
XS
SM
MD
LG