د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بغلان کې پولیسو ۶ ماشومان ووژل


د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت چارواکي وایي، هیله من دي چې عدالتونه په بغلان کې د شپږو ماشومانو د وژل کیدو مسله په جدي توګه وڅېړي.


د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي د تېرې چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل ، تمه لري چې د دې ماشومانو په وژنه له تورن شوو اتو پولیسو سره به قانوني چلند وشي.

( د ملي پولیسو اتو منسوبینو داسې یوعمل کړی چې د ټولو اصولوخلاف دی او په خواشینۍ سره داسې یو کار یې کړی چې د څو ماشومانو د وژل کیدو سبب شوی. له نیکه مرغه دغه کسان نیول شوي او د بغلان عدلي او قضایي ارګانونوته تسلیم کړای شوي دي.)

صدیق صدیقي ومنله چې دغو پولیسو چې د ماهیانو د نیولو لپاره یې سیند ته یوغندی ویشتی و دغه ماشومان وژلي دي.

دا پېښه د تیرې جمعې په ورځ د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG