د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتيا:جهادي قومندان او قومي مشر ووژل شو


د پکتيا امنيتي چارواکي دغه پېښه تاييدوي وايي، چې نن د چارشنبې په روځ د پکتيا ولايت په احمد ابا ولسوالۍ کې د يو کمين په ترڅ کې د احمد ابا ولسوالۍ قومي مشر او جهادي قومندان په نښه او وژل شوی.


دغه قومي مشر او جهادي قومندان حاجي مقبل فضلي چې د سرحدونو او قابيلو د اوسني سرپرست وزير ډاکټر محمد اکرم خپلواک د تره زوی دی، له دولتي ولايتي ادارې او سولې شورا ولايتي کميټې سره ډېرې ښې اړيکې لرلې.

نوموړی د احمد ابا ولسوالۍ تر ټولو مخور قومي مشر يادېده چې د سولې په پروسه کې يې برخه لرله، د ده مړې نن غرمه د پکتيا مرکز ګردېز ملکي روغتون ته راوړل شوی وو، د ډاکټرانو په خبره چې دی په ډزو لګېدلی دی.

د ګردېز ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر حياګل پکتين وايي دغه وژل شوی قومي مشر له ډېر نږدې نه په ډزو وژل شوی دی.

د مقبل فضلي د وژل کېدو په اړه د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمی اورياخېل وايي دی په سيمه کې قومي مخور او جهادي قومندان وو چې د خپلې سيمې احمد ابا سلام خېلو ښوونزي ته تللی وو او له هغه ځای څخه په راوتو په نښه شوی او وژل شوی دی.

اورياخېل د دې وژنې مسوليت پر وسلوالو طالبانو ور اړوي وايي چې نوموړی وسلوالو طالبانو په نښه کړی او وژل دی،خو د ده په خبره وروستي جزيات به د دوی د برسي د ټيم د مالوماتو وروسته خپاره کړي.

خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دغه پېښه کې د خپلې ډلې لاس لرل رد کړل وايي چې دوی په سيمه کې نه غواړي هېڅ ډول قومي مشران په نښه کړي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته کيږي چې په دې وروستيو کې د احمد ابا ولسوالۍ امنيتي وضعيت ورځ تر بلې خرابېدونکی دی او د دې ولسوالۍ اوسېدونکو په پرلپسې ډول شکايتونه کړي دي چې په ياده ولسوالۍ کې دې امنيتي ځواکونه خپل حضور زيات کړي.
راپور- داود تپان
XS
SM
MD
LG