د لاسرسي ځای

د سمندري ځواکونو یو افسر په کراچۍ کې ووژل شو


د کراچۍ پولیس وایي، نن د چهارشنبې په ورځ د دې ښار په کارساز نومي سېمه کې نامالومه وسله والو د سمندري ځواکونو د یو افسر پر موټر ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.


د دې سیمې د پولیسو مشر طاهر نوید له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د ډزو له امله د سمندري ځواکونو کیپټن ندیم وژل شوی او د هغه مېرمن ټپي شوې ده.

په کراچۍ کې دا پېښه په داسې مهال کې مخې ته راغلې ده چې د پاکستان وزیراعظم نوازشریف په دې ښار کې د امن پر ځای کولو لپاره د ملک له لوړپوړو امنیتي او ولسي چارواکو سره په خبرو اترو بوخت دی.
XS
SM
MD
LG