د لاسرسي ځای

د امریکا د سېنټ یوې کمېټې پر شام د برید اجازه ورکړه


د امریکا د سېنټ یوه کمېټې پر داسې یو قرار داد سلا شوې ده چې شام ته د کېمیاوي وسلو پر مشکوک استعمال د سزا ورکولو لپاره امریکايي ځواکونو ته اجازه ورکړي.


د لوېدیځ د خبري اژانسونو د رپوټونو له مخې ، دا قرار داد به په شام کې د امریکا مځکني ځواکونه له جنګي عملیاتو منع کړي او د عملیاتو لپاره به د نوي ورځو یوه حتمي نېټه ورته وټاکي.

د امریکايي سېنټ د بهرنیو اړیکو کمېټۍ پرون د سېشنبې په مازدګر ناوخته د دې قرارداد پر متن سره سلا شوه.

د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د دې کمېټۍ غوندې ته وویل، که چېري واشنګټن څه ګام پورته نه کړی نو د امریکا او د هغوی د ملګرو اعتبار ته به زیان ورسېږي.

تر دې وړاندې امریکايي ولسمشر باراک اوباما په دې کې بریالی شوی چې د رپبلکن ګوند د مهمو مشرانو ملاتړ تر لاسه کړي.
XS
SM
MD
LG