د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسه وايي،د سورې حلومت کیمیاوي وسله استعمال کرې


د فرانسې د استخباراتو یو راپور کې ویل شوې دي چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلې وروستی برید بشار اسد ته وفادارو ځواکونو ترسره کړې دی.

د فرانسې د استخباراتو یو راپور کې ویل شوې دي چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلې وروستی برید بشار اسد ته وفادارو ځواکونو ترسره کړې دی.


په نهو پاڼو کې چمتو شوی دا راپور د دوشنبې په ورځ د فرانسې د پارلمان غړیو ته وښودل شو.

له بلې خوا د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن په سوریه کې د کیمیاوي وسلې د کارولو په وړاندې د سخت عکس العمل د څرګندولو غوښتنه کړې.

د فرانسوي استخباراتو دا راپور د ویډویي راپورونو په بنسټ وايي چې د اګست پر یو ویشتمه نیټه له دمشق څخه بهر په دې برید کې لږ تر لږه دوه سوه یو اتیا کسان وژل شوي.

د فرانسې د حکومت سرچینې وايي، په جلا ډول د سټلایټ له لارې اخیستل شوې تصویرونه ښيي چې برید د حکومت تر ولکې لاندې سیمې څخه کیږي او هدف یې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه ده.

واشنګټن او پاریس د سوریې د رژیم خلاف د پوځي عملیاتو د ترسره کولو ملاتړ کوي.

ټاکل شوې ده چې د چارشنبې په ورځ به د فرانسې پارلمان په دې اړه بحث کوي خو په دې اړه رایې ورکول نه دي پلان شوې.

د امریکا ولسمشر له کانګرس څخه غوښتي دي چې؛ د سوریې د رژیم خلاف دي پوځي بریدونه تایید کړي.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد رد کړې چې؛ ګوندې د دې برید تر شا دې لاس ولري.

د دوشنبې په ورځ له یوې فرانسوې ورځپاڼې سره په مرکه کې نوموړې خبرداری ورکړی دی چې؛ له بهرڅخه پوځي عملیات به د منځني ختیځ په دې سیمه کې سیمه يیز جګړه ونښلوي.

نوموړې همدارنګه ویلي، که چیرې فرانسه په دې عملیاتو کې برخه واخلي له بدو عواقبو سره به مخ شي.

بل خوا د دوشنبې په ورځ د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن په بروکسل کې په یوه خبري غونډه کې په سوریه کې د کیماوي وسلو د استعمال په اړه د سخت عکس العمل غوښتتنه کړې.

راسموسن زیاته کړې ده، هر پوځي عمل باید ډیر لنډ، تیز او مناسب و اوسي:

"که چیرې موږ غلي پاتې شو او عکس العمل ونه ښیو، دا به په ټوله نړۍ کې دیکتاتورانو ته ډېر خطرناک پیغام ورکړي. خو پوښتنه داده چې څنګه او کله عکس العمل وښودل شي. په ډیموکراسیو کې تاسو باید بحثونو او ډیموکراټیکو پرسو ته درناوی وکړئ او هغه ومنۍ. خو زما دریځ دا دی چې نړیواله ټولنه باید په داسې یو وضیعت کې عکس العمل وښيي."

تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل، د امریکا متحد ایالات شواهد لري، چې په برید کې زهرجن ګاز کارول شوی دی.

جان کري ویلي دا شواهد مسکو ته وړاندې شوې دي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرګي لاورف د دوشنبې په ورځ وویل چې؛ د دې شواهدو په اړه شکونه لري:

"دا واقعا داسې یوه قضیه ده چې؛ موږ ورته دوه ګوني معیارونه وایوو. دا د شخصیتونو یوه روښانه قضیه ده.

کله چې شخصا یو واکمن رهبر د چا نه وي خوښ، دا ناخوښې د داسې مفکورې په لور بیايي چې هغه رهبر باید په هر ډول چې وي را وپرځول شي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د امریکا له خوا پیکینګ ته شواهد وړاندې شوې دي خو د ملګرو ملتونو د څیړونکو د راپور تر خپریدو مخکې یې د کومې پریکړې د کولو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو څیړونکې دا مهال د هغو نمونو په څیړنه بوخت دي چې ددې بریدونو له سیمې یې ټولې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG